لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ختیځ ترکي کې زورورې زلزلې لږترلږه 20 کسان وژلي او د زرو زیات ټپیان کړي


د جمعې په شپه په ختیځ ترکي کې یوې زورورې زلزلې لږترلږه 20 کسان وژلي او سلگونه نور یی ټپیان کړي.

د ترکي چارواکو ترمخه د زلزلې له وجې نزدې 30کسان لادرکه شوي هم دي.

د ترکي د حکومتي چارواکو ترمخه د زلزلې په ریکټر کچه 6.8 وه او د زلزلې مرکز د ختیځ ولایت ایلازگ د سیوریس په کوچني ښارگوټي کې و.

د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوان ویلي چې د زلزلې له امله زیانمن شویو خلکو سره مرستې لپاره ټول گامونه اخیستل شوي دي.

ښاغلي اردوان په ټویټر په خپل یو ټویټ کې ویلي "موږ د خپلو خلکو تر څنگ ولاړ یو".

ترکي ټیلي ویژن د خلکو عکسونه وښودل چې په ویره کې د خپلو کورونو بیرون ته وځي ، او د یوې ودانۍ په چت کې اورلگیدو.

د ترکي کورنیو چارو ، د چاپیریال او روغتیا وزیرانوچې د زلزلې په سیمه کې موجود دي ویلي چې زیاتتلفات د ایلازگ په صوبه/ولایت او په سویل لویدیځ کې په گاونډي صوبه مالاټیا کې شوي.


د ترکي د حکومت د افتونو او بېړنی چارو د مخنیوي ادارې ویلي چې زلزله د ځاي وخت په مطابق مسخوتن په اتو بجو او 55منټونو راغلې وه.

په1999کال کې یوې خونړۍ زلزلې چې په ریکټر یی کچه 7.4وه لویدیځ ترکي په ایزمیت سیمه کې 17،000خلک وژلي وویوازې په استنبول کې شاوخوا 1،000 کسان وژل شوي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG