لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پروېز خټک بيا پښتون ژغورنې غورځنګ ته د خبرو بلنه ورکړې


د پاکستان د دفاع وزیر پروېز خټک ويلي،"د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د خبرو دپاره يې حکومت مخلص دی او وزیراعظم غواړي چې د خبرو اترو د لارې ټولې مسلې هوارې کړی شي"، خو محسن داوړ وايي، "دوی ته تراوسه په رسمي ډول د خبرو بلنه نه ده ورکړی شوې".

پروېز خټک پرون د خالي، شنبې په ورځ په نوښار کې خبري غونډې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشرانو او پارلیماني استازو ته د خبرو د بلنې ورکولو ويلي او زياته کړې يې ده د تحریک انصاف حکومت د ټولو سره يو ځای تلل غواړي.

هغه زياته کړې "د پي ټي اېم سره خبرې د وخت ضرورت دی ځکه چې قبايل د پاکستان سره مينه لرونکي خلک دي".

د خټک په وېنا "وزيراعظم د خبرو د لارې د مسلو حل غواړي چې د دوی د ټولو جايزو غوښتنو د هواري دپاره دې عملي ګامونه پورته کړی شي".

د پروېز خټک د بلنې خبرو ته په غبرګون کې د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي، "پي ټي اېم هم د مسلو حل غواړي او د دوی غوښتنې ائيني او قانوني دي او که په قانون عمل وشي نو بيا خبرو ته هم اړتيا نه لري د دوی ټولې غوښتنې پوره دي".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې داوړ وويل، "د دوی غوښتنې ټولې ښکاره دي او د مذاکراتو نه يې کله هم انکار نه دی کړی خو مذاکرات کوونکي دې اختيار ولري او د پي ټي اېم بنيادي غوښتنه يې د حکومت چې کومه افغان پاليسي ده هغه په عمل کې نه وي بدله شوي او جګړه څو پورې روانه وي نو دوی ته ورپېښې مسلې به په خپل ځای وي".

هغه وويل د دوي نورې غوښتنې لکه د بې درکه خلکو مالومول، ماينونه پاکول او هدفي وژنې او نورې ټولې د هغې سره تړلې خبرې دي.

د دفاع وزیر پروېز خټک د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د مذاکراتو خبره په داسې حال کې کړې چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ۱۲م جنورۍ د بنو په جلسه کې په پښتنو سياسي مشرانو د يو کېدو غږ کړی ؤ، چې د پښتنو د مسلو دپاره يو اتفاق وکړي پي ټي اېم يې ملګرتيا کوي.

هغه د "محمود خان اڅکزي، اسفنديار ولي خان، افتاب احمد خان شېرپاؤ، مولانا فضل الرحمان او سراج الحق" نومونه اخيستې او ويلي ؤ، د دغو مشرانو سره اتحاد او اتفاق غواړي.

له دغې اعلان دوه ورځې وروسته د عوامي نيشنل ګوند اسفنديار ولي خان ويلي ګوند يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر" منظور پشتين د پښتنو د مسلو په ګډه د هوارولو د وړانديز ستاينه کوي".

اسفنديار ويلي ؤ "د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غوښتنې د ای اېن پي د منشور برخه ده" او " ای اېن پي د اولې ورځې نه د دغو غوښتنو ملاتړ کړی دی".

نوموړي بيا په ۲۰م جنورۍ په نوښار کې د باچا خان او ولي خان د تلين په مناسبت د جوړې اوونۍ یوې غونډې ته په وېنا کې اعلان وکړو چې د پښتنو مشرانو قامي جرګه راغواړي خو نېټه يې ونه ښودله.

هغه ويلي ؤ، چې د پښتنو قامي جرګه به په باچا خان مرکز پېښور کې کيږي او په دې جرګه کې به پښتون قام ته رامخې ته مسلې او د هغې په حل لاره خبرې اترې کيږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ سره له دې وړاندې هم د حکومت په استازيتوب ځینې جرګې او خبرې اترې شوي خو پي ټي اېم وايي د دوی سره د سنجیده خبرو هڅه نه ده شوې او تل پرې وخت تېر کړی شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG