لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: په دوه چاؤدنو کې يو پوليس وژل شوی، دوه ژوبل


د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع باجوړ کې په دوه چاؤدنو کې يو پوليس وژل شوی، يو پوليس او د بل د اېف سي ځواک سرتيری ژوبل شوي دي.

ځايي چارواکي پخلی کوي چې د سړک غاړې ښخ ماينونو دغه چاؤدنې د اتوار، يکشنبې په ورځ ناوخته د باجوړ په سلارزو تحصيل کې په دره علاقه کې شوي دي.

د چاؤدنو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

چارواکي وايي اول يوه چاؤدنه شوې په هغې کې د دوه سرتېرو ژوبلېدوخبر ورکړی شوی او بيا چې موقعې له نور پوليس سرتیري ورتلل بله چاؤدنه پرې شوې ده.

په وروستۍ چاؤدنه کې د يو پوليس سرتيري د وژل کېدو ويل شوي دي.

د پېښې وروسته چارواکو ويلي د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

دولتي او امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په قبايلي ضلعو کې يې امن په ځای کړی خو په دغو علاقو کې بيا هم وخت په وخت د چاؤدنو ترڅنګ هدفي پېښې کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG