لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د منظور پشتين د غورځنګ پېلولو څخه تر ګرفتارولو دوه کلنی سفر


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين د کال ۲۰۱۸م د جنورۍ په ۲۶م نېټه د څو ملګرو سره د ډېره اسماعیل خان نه اسلام اباد ته لاريون پېل کړی او پينځه غوښتنې يې لرلې، خو هغه په لمړي ځل ګرفتار کړی شوی دی.

د ډېره اسماعيل خان څخه پېل شوی دغه لاريون د خېبرپښتونخوا د بېلابيلو سيمو څخه تېر شوی او وروسته اسلام اباد ته رسېدلی او په لسمه فرورۍ ځنډول شوی ؤ.

د پي ټي اېم د هغه وخت غوښتنې: ١ـ د نقيب الله مسید قاتلان دې ونيول شي او سزا دې ورته ورکړی شي، ٢ـ د عدالتونو د فیصلو پرته دې د امنیتي ادارو لخوا وژنې بندې کړی شي، ٣ ـ د امنیتي ادارو لخوا وړل شوي او بې درکه شوي کسان دې عدالتونو ته وړاندې کړی شي، ۴ ـ په قبايلي ضلعو کې دې د بدو پېښو وروسته ګرځبندیز (کرفیو) نه لګول کیږي، ٥ ـ په قبايلي سیمو کې ښخ ماینونه دې پاک کړی شي.

د هغه وخت د مسلم ليګ ن حکومت د پي ټي اېم سره په ليکلې بڼه دغه غوښتنې منلې او وروسته د اسلام اباد احتجاجي ناسته ځنډول شوې او ويل شوي ؤ که غوښتنې يې عملي نه شوې بيرته به احتجاجونه پېلوي.

د اسلام اباد لاريون ته د سياسي ګوندونو د مشرانو ورتګ

په اسلام اباد کې د پي ټي اېم احتجاجي ناستې ته د پښتنو ملت پالو مشرانو محمود خان اڅکزي، اسفنديار ولي خان، افتاب شېرپاؤ سره مولانا فضل الرحمان، سراج الحق، د پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري او عمران خان (اوسنی وزيراعظم) په ګډون د نورو سياسي ګوندونو د مشرانو ترڅنګ د مدني ټولنې فعالان هم ورغلي او د پي ټي اېم غوښتنو ته يې جايزې وېلې وې.

د پي ټي اېم جلسې جلوسونه

د اسلام اباد د پرلت وروسته پي ټي اېم د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د بېلابيلو برخو ترڅنګ په لاهور او کراچۍ کې هم غټې جلسې کړې او په دغه جلسو کې به ښځو، نرو او د بېلابيلو سياسي ګوندونو غړو او مدني ټولنې په لویه شمېره کې ګډون کولو.

په يادو جلسو کې به د بې درکه خلکو خپلوانو په غټه شمېره کې ګډون درلود.

په منظور پشتين جوړې مقدمې

د منظور پشتين سره د اولې ورځې نه نزدې ملګری ادریس پشتين وايي،"په منظور پشتين د ۵۰ نه زیاتې مقدمې جوړې دي او هغه په دې حساب چې منظور پشتين چرته جلسې ته وېنا کړې هلته پرې مقدمه درج شوې ده د خېبرپښتونخوا او بلوچستان په ټولو برخو، لاهور او کراچۍ کې پرې هم مقدمې درج شوي دي".

خو په منظور پشتين په ۱۸م جنورۍ په ډېره اسماعيل خان کې یوه مقدمه درج شوې چې د ائین او د پاکستان رياست پرضد يې خبرې کړې او په لمړي ځل نيول شوی دی.

په تېر وخت کې په منظور پشتين بلوچستان او سيند صوبې ته په ورتګ بندېزونه هم لګول شوي دي.

په پي ټي اېم د پوځ او تحریک انصاف د حکومت تورونه

تېر کال د اپرېل په مياشت کې د پاکستان د پوځ د هغه وخت وياند مېجر جنرل اصف غفور په پي ټي اېم د افغانستان او هند د استخباراتي ادارو څخه د پېسو اخيستو تورونه لګولي او دغه ډول وزیراعظم عمران خان هم د جنوبي وزيرستان په واڼه کې د پي ټي اېم د نوم اخيستو پرته د پوځي وياند تورونه تکرار کړي وو.

خو منظور پشتين دغه تورونه رد کړي او ويلي يې ؤ په دوی د پېسو اخیستو د تورونو ثبوتونه دې مخې ته راوړل شي.

منظور پشتين د جلسو جلوسونو سره وخت په وخت د فېس بک د لارې خپلې وېناګانې کړي او ويلي يې دي دوی په پرامنه ډول او د عدم تشدد د لارې د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ائین او قانون لاندې مبارزه دوامداره ساتي.

د منظور پشتين نيولو ته په نړيوال او ملکي کچه غبرګون

د منظور پشتين په نیولو افغان ولسمشر اشرف غني په ټویټر ویلي ؤ "د منظور پشتین په ګرفتارۍ د اېمنسټي انټرنېشنل تشویش شریکوي او پکار ده چې منظورپشتین او د هغه ملګري خوشي کړی شي. "د پرامنه تحریکونو سره اختلافات باید چې د مکالمې او د تړون دلارې حل کړی شي."

پاکستان د اشرف غني څرګندونې رد کړي او په خپلو ملکي چارو کې دا د افغان حکومت لاس وهنه بللې ده. اشرف غني له دې وړاندې هم د پي ټي اېم په حق څرګندونې کړي دي.

د بشري حقونو نړیوال تنظيم اېمنسټي انټرنیشنل، په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم اېچ ار سي پي او سياسي ګوندونو د منظور پشتين د خوشي کولو غوښتنه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG