لاس رسیدونکی لینک

 
فضل الرحمان: د عمران خان د استعفی او د نوؤ انتخاباتو باور ورته ورکړی شوی ؤ
تازه خبر

فضل الرحمان: د عمران خان د استعفی او د نوؤ انتخاباتو باور ورته ورکړی شوی ؤ


د مذهبي سياسي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي، باور ورته ورکړی شوؤ چې د دوی د ازادي مارچ په ختمېدو به وزيراعظم عمران خان استعفی ورکوي او نوي انتخابات به کيږي.

د جمعيت علما اسلام ف ګوند مشر دغه خبره پرون د اتوار، يکشنبې په ورځ په لاهور کې خبريالانو سره په خبرو کې کړې ده.

خو مولانا دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه باور ورته چا ورکړی ؤ. هغه ويلي د پنجاب اسمبلۍ اسپيکر چودري پروېز الهي ته يې ويلي هغه پټه خبره چې د ځان سره يې ګرځوي، ښکاره يې کړي.

د چودري پروېز الهي تعلق د مسلم ليګ ق ګوند سره دی، دا ګوند د تحریک انصاف د حکومت اتحادي دی او د مولانا فضل الرحمان د ازادي مارچ په مهال يې د هغه سره مذاکرات کول.

د تحریک انصاف د حکومت پرضد مولانا فضل الرحمان په ۲۷م اکتوبر د کراچۍ نه اسلام اباد ته ازادي مارچ پېل کړی او په ۳۱م اکتوبر اسلام اباد ته د رسېدو وروسته یې هلته احتجاجي ناسته پېل کړې او۱۱ ورځې وروسته يې د اسلام اباد نه احتجاجي ناسته ختم کړې وه.

مولانا فضل الرحمان او د حکومت مخالفه ګوندونو د ازادي مارچ د لارې غوښتنه کوله چې د ۲۵ جولايۍ ۲۰۱۸ په انتخاباتوکې درغلي شوې عمران خان په ټګۍ ټورۍ وزیراعظم جوړ کړی شوی، عمران خان دې استعفی ورکړي او بيا د سر نه دې انتخابات وشي.

د ازادي مارچ د ناستې په مهال د حکومت لخوا د مذاکراتو يوه کميټي جوړه شوې او د مخالفه ګوندونو لخوا د جوړې رهبر کمېټۍ سره یې څو ځله خبرې هم شوې خو ناکامه شوې وې.

مولا نافضل الرحمان بيا د تحريک انصاف په حکومت ټکونه کړي، د ازادي مارچ په لړ کې يې په ۲۳م فرورۍ په کراچۍ کې د جلسې او د مارچ په لمړۍ نېټه يې په اسلام اباد کې د غونډې کولو اعلان وکړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG