لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د سکرو په کان کې څلور خواريکښ مړه شوي


د بلوچستان صوبې په دوکۍ ښار کې د سکرو د کان ښوېدو په پېښه کې څلور تنه خواريکښ مړه شوي چې پکې درې خپل وروڼه دي.

د ماينونو مرستيال انسپکټر دوست محمد ناصر ويلي، پېښه د سکرو دکان د ښوېدو یا کيندنې له امله رامنځته شوې ده.

د ليويز چارواکو ويلي پينځه ساعته وروسته یې د مړہ شوو خواریکښو جسدونه راویستلي او د دوکۍ روغتون ته وړل شوي دي.

د ليويز چارواکو ويلي په مړه شوؤ کې درې خپل وروڼه دي او د مړه شوؤ خواريکښو تعلق د بلوچستان صوبې د مسلم باغ سيمي سره دی.

د بلوچستان صوبې د سکرو په کانونو کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.
په بلوچستان کښې د سکرو په کانونو کې کار کوونکي خواریکښ وایي په کانونو کښې د دوی د ژوند ژغورني لپاره اړین سامان الات نشته او حکومت د تکراري غوښتنو سربېره هم د دوی ستونزو ته پام نه کوي.

د بلوچستان حکومتي چارواکي مني چې خواريکښ د ستونزو سره مخ دي او حکومت د دوی د ستونزو هوارولو دپاره هڅې کوي.

د راپورونو ترمخه د بلوچستان په ٢٥٠٠ راجسټر کانونو کې شا وخوا یونیم لک کسان مزدوري کوي چې پکښې زیاتره د خېبر پښتونخوا د دير، سوات، شانګلې، کوهستان او د بلوچستان ځائې خلک دي. دکوېلې له کانونو څخه حکومت هر کال نزدې ٩٠٠ میلیون روپۍ د مالیې په توګه ټولوي.

د کارګرانو نړيوال سازمان، آی ایل او وايي د بلوچستان په درنګونو کې د مزدورانو وضعیت ډېر خراب دی او زیاتره په ټېکېداري نظام کې را ښکېل دي چې پېشګي روپۍ يي اخېستې وي او ټول عمر ورباندي هم د دغو پورونو په ادا کولو کښې تېر شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG