لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یمن:دسعودئ ائتلاف هوایي بریدونو کې ۳۱عام وګړي وژل شوي


په یمن کې د ملګرو ملتونو دمرستې دفعالیتونو دڅارنې دفتر پخپل یو بیان کې ویلي دغه وژنې دخالي په وزځ شمالي صوبه الجوف کې په شوؤ هوایي بریدونو کې شوي دي.

یمن کې دسعودي عرب په مشرۍ دجوړ شوي ائتلاف په تازه هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ عام وګړي وژل شوي اؤ ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

په یمن کې د ملګرو ملتونو دمرستې دفعالیتونو دڅارنې دفتر پخپل یو بیان کې ویلي دغه وژنې دخالي په وزځ شمالي صوبه الجوف کې په شوؤ هوایي بریدونو کې شوي دي.

سعودي ائتلاف دا بریدونه وروسته له هغې کړي چې تیره ورځ حوثي یاغیانو دسعودي ائتلاف دیوې جنګي الوتکې د رانسکورولو دعوه وکړه.

نړیوال مطبوعات وایي د سعودي ائتلاف دا الوتکه دجمعې په ورځ د مرستو رسولو په مهال الجوف صوبه کې غورځېدلې اؤ تباه شوې وه.

دحوثي یاغیانو د ټي‌ وي چینل المسیره دعوه کړې ده چې کومه سیمه کې دغه الوتکه غورځېدلې وه هلته سعودي ائتلاف ګڼ شمیر هوایي بریدونه کړي وؤ اؤ په دغو بریدونو کې ښځې اؤ ماشومان هم وژل شوي دي.

سعودي ائتلاف منلې ده چې دالوتکې غورځېدو په ځائ کې دلټون اؤ مرستې دعملیاتو په مهال کیدای شي چې ځېنو عامو وګړو ته هم زیان اوښتی وي.

دسعودي عرب دولتي خبري شبکې پخپل خپور کړي بیان کې د سعودي ائټلاف دالوتکې غورځېدو دعلت په هکله څه نه دي ویلي خو دحوثي یاغیانو یوه ویډیو یې خپره کړې ده چې پکې لیدل کیږي د شپې په مهال د زمکې نه ویشتل کیدونکی یو میزائیل په هوا کې یوه الوتکه اوولي.

دحوثي یاغیانو له مخې د الوتکې رانسکورولو نه وروسته دسعودي ائتلاف الوتکو دخالي په ورځ سیمه کې یو شمیر بریدونه کړي دي.

یمن کې دملګرو ملتونو د مرستندویه فعالیتونو د ادارې مشر لیزی ګرانډی د سعودي ائتلاف بریدونه دردونکي بللي اؤ ویلي یې دي یمن کې پرله پسې عام وګړي په نخښه کړل کیږي اؤ دا یوه داسې المیه ده چې هیڅ جواز یې نه شي وړاندې کیدای.

په یمن کې د تیرو پینځوؤ کالو راهسې د حوثي یاغیانو اؤ سعودي په مشرۍ دجوړو عرب هیوادونو دائتلاف ترمنځ جګړه روانه ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG