لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هنګو:پولیس وایي په ماشومې مدیحه جنسي تیري اؤ دهغې وژنه کې ککړ تن یې نیولی


پولیس وایي دخالي څلور ورځې دمخه دخیبر پښتونخو په هنګو سیمه کې له جنسي زیاتې وروسته د وژل شوې نهه کلنې ماشومې مدیحه په وژنه کې ککړ دهغې د تره زوئ یې نیولی اؤ هغه منلې ده چې ماشومه مدیحه یې له جنسي تیري وروسته وژلې وه.

د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته د هنګو دپولیسو مشر یا ډي پي او شاهد احمد ویلي چې ماشومه دیحه د خالي په ورځ له کوره بې درکه شوې وه اؤ وروسته د هغې مړی دیو ځنګل څخه ترلاسه شوی ؤ.

دپولیسو مشر وویل دپېښې د پلټنو نه ورته درک لګیدلی ؤ چې په دې پېښه کې الیاس نومې تن لاس لري چې هغه د وژل شوې ماشومې د تره ځوئ دی.

دپولیسو د وینا له مخې تیره ورځ سیمه ییزو پولیسو د الیاس دنیولو دپاره هپه وکړه اؤ هغه یې ونیولو.

د ډي پي او وینا ده چې الیاس د رحمان ګل ځوئ پولیسو ته منلې چې مدیحه باندې هغه جنسي تیری کړی اؤ له هغې وروسته یې وژلې ده.

څلور ورځې وړاندې د نهه کلنې مدیحه دمړي ترلاسه کیدو وروسته دهغې په پوسټمارم رپورټ کې ویل شوي وؤ چې په مدیحه وړومبی جنسي تیری شوی اؤ‌ بیا په ډزو وژل شوې ده.

دخیبر پښتونخوا صوبې دپولیسو سرلښکر ډاکټر ثناء الله عباسي دمدیحه د وژنې نوټس اخستی ؤ اؤ دهغې په وژنه کې د ککړو کسانو د نیونې دپاره یې د تجربه لرونکو پولیس افسرانو يوه ډله ټاکلې وه.

په نهه کلنې مدیحه د جنسي تیري اؤ دهغې د وژنې دا پېښه په داسې حال رامخې ته شوې ده چې هم روانه میاشت دپاکستان قامي اسمبلۍ په دغسې پېښو کې ککړو وژونو ته د سرعام تیزندۍ ورکولو قرارداد منظور کړی دی.

په دې وروستیو کې دپاکستان په بیلابیلو برخو کې په ماشومانو له جنسي تیري وروسته دهغوئ د وژنې یو شمیر پېښې رامخې ته شوي چې دې پېښو پاکستان کې ګڼو خلکو سره د خپلو ماشومانو په اړوند اندېښنې پیدا کړي اؤ دې غوښتنې زور نیولی چې کوم خلک ماشومان له جنسي تیري وروسته وژني هغوئ ته باید ډاګیزه تیزندي ورکړل شي.

د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو یوه متحرکه اداره ساحل په خپل یو رپورټ کې ليکي تیرکال په پاکستان کې هره ورځ لس ماشومان د جنسي تشدد ښکار شوي دي. د

یادې ادارې د رپورټ تر مخه په کال 2018 کې 3832 ماشومانو سره جنسي زیاتي شوی وو.

د رپورټونو تر مخه د جنسي حملو ښکار شوي ماشومانو جینکو عمرونه د 1 کال نه تر 18 کالو پورې او د هلکانو عمرونه د 6 کالو نه تر 15 کالو پورې وي. د ساحل په رپورټ کې ليکل شوي د جنسي زیاتي تر ټولو ډېرې پېښې په پنجاب صوبه کې بیا په سنده، پښتونخوا او په اخر کې په بلوچستان صوبه کې شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG