لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي څه وایي؟که دامریکا اؤ طالبانو سوله وشي نو افغانستان کې به امن راشي؟


افغانستان کې دسولې دپاره د دوؤ کالو د اوږدې مودې دخبرو اترو په پایله کې که هرڅو امریکایي اؤ طالب چارواکو هیله ښودلې ده چې ډير زر به دسولې په یو غوڅ تړون لاسلیک وکړي خو څېړونکي بیا افغانستان کې دومره زر سولې ته هیله من نه دي اؤ وایي دافغانانو خپلو کې جوړ جاړی به یوه اوږده موده وخت واخلي.

دا ټوله سوله ده ،که دسولې یوه برخه؟

دامریکا غږ اردو څانګې پخپل یو راپور کې ویلي په عامه توګه داسې ګڼل کیږي چې ګنې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې نه وروسته به افغان شخړه هواره شي خو افغان خبریال سمیع یوسفزی وایي چې داسې نه ده بلکې له دې وروسته یو کړکیچن عمل دافغانانو دخپل منځني خبرو اؤ شخړو دهواري پیل دی چې کیدای شي اوږد وخت ونیسي.

امریکا غږ سره خبرو کې ښاغلی سمیع یوسفزي ویلي هرڅو که دا مهال ګڼل کیږي چې دسولې خبرو کې اوسنی پرمختګ دافغان شخړي د هواري په لوري یو غوره پرمختګ دی خو ددې تړون پایله کې افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو وتل به دافغان کشالې دهواري څلورو کې یوه برخه وي اؤ د درېوؤ برخو لانجې به دبین الافغاني خبرو دلارې هورایږي.

هغه وایي دامریکا اؤ طالبانو دتړون په نتیجه کې به افغان لانجه ۲۳ فیصده هواره شي خو پاتې ۷۵فیصده لانجه به پسر پرته وي اؤ دغه اوږده شخړه به دافغان دولت ،طالبانو اؤ نورو افغان خواؤ ترمنځ خپل منځني خبرو کې هواريږي.

هغه وایي دا هم پوښتنې دي چې ایا افغان دولت اؤ طالبان به دسولې دپاره دیو بل په وړاندې خپلو دریځونو کې نرمښت راولي که نه؟ یا دا چې طالبان دافغانستان دموجوده اساسي قانون دلاندې دجوړ کړل شوي نظام منلو ته غاړه کښیږدي که نه په یو اسلامي حکومت جوړولو به ټينګار وکړي؟

دسمیع یوسفزي په وینا “دا هغه څه دي چې د طالبانو اؤ افغان دولت ترمنځ دشخړې لامل جوړیدای شي”

دافغان چارو څېړونکي زاهد حسین هم امریکا غږ ته ویلي چې افغان دولت کې شامل ځېنې اړخونه کله هم دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دخبرو پلوي نه دي پاتې شوي،دهغوئ رویه به په دې پړاؤ کې هم منفي وي خو ددې په پرتله بیا طالبان خپلو کې یو موټی دي.

ښاغلی زاهد حسین وایي د طالبانو لخوا لا تر دې مهاله هیڅ رقم اشاره نه ده ترلاسه شوې چې امریکا سره دسولې له تړون وروسته به هغوئ افغانستان کې دڅنګه دولت یا واکمنۍ غوښتنه کوي؟

طالبان به افغانستان کې څنګه نظام غواړي؟

هر څو که دافغانستان ولسمشر اشرف غني له وړاندې څخه ویلي چې طالبانو سره دسولې خبرې باید دهغه دحکومت په مشرۍ وشي خو په افغان چارو عبور لرونکی خبریال رحیم الله یوسفزی بیا وایي چې دافغانستان ټولټاکنو کې داشرف غني دګټې اعلان دهغه دسیاسي مخالفینو په ګډون عبدالله عبدالله اؤ طالبانو هم نه دی منلی.

د ښاغلي‌ رحیم الله یوسفزي په وینا دامهال اندېښنه شته چې که وضعیت همداسې دوام وکړي نو دا به دطالبانو مخالفه حلقو کې د یو نسلي ویش لامل جوړیږي اؤ ددې په وجه به دافغانانو دخپل منځني خبرو اترو پړاؤ کرکیچن یا مشکل شي.

خبریال سمیع یوسفزئ وایي ددې ازمیښتې اوربند یا تشدد کې دکمې راوستلو له مودې وروسته به هم همدا وضعیت دوام کوي اؤ امریکایي پوځیان،افغان ځواکونه اؤ طالبان به په دفاعي پوزیشن کې پاتې کیږي.

هغه وایي افغانستان نه دامریکایي ځواکونو د وتلو په مهال به په هغوئ بریدونه نه کیږي اؤ دسولې دپاره بین الافغاني خبرو اترو دپاره دباور فضاء رامنځته کولو کې دا عمل مرسته کولی شي.

خو څېړونکی زاهد حسین بیا وایي کیدای شي طالبان د بین الافغاني خبرو په مهال اوربند ته اماده نه شي ځکه چې فعلاً هغوئ یوازې امریکا سره دسولې دتړون په اساس دتشدد دکچې په راټیټولو اتفاق کړی دی.

دپاکستان کردار؟

دنړیوالو مطبوعاتو د راپورونو له مخې پاکستان دامریکې اؤ‌طالبانو ترمنځ سوله کې مهم کردار ترسره کړی اؤ دخبریال رحیم الله یوسفزي په وینا پاکستان څخه به داهیله کیږي چې هغه دې ددافغانانو دخپل منځني شخړو به په هواري کې هم دغسې رول ولوبوي.

ښاغلی یوسفزی وایي پاکستان ته به دافغانانو ترمنځ خپل منځي خبرو کې خپل کردار په محتاط ډول ترسره کول وي ځکه چې دا د افغانانو خپل منځي خپله لانجه معامله ده اؤ که پاکستان داسې ونه کړي نو تور پرې لګیدی شي چې دافغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

هغه وایي د پاکستان دریځ پاتې شوی دی چې د افغانستان کورنۍ شخړې هوارول دافغانستان خپل مسولیت دی ،خو دا د یو هیواد د وس خبره نه ده ،امریکې ،چین اؤ سیمې ټولو هیوادونو ته به دا شخړه هوارول وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG