لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې پاکستان کې ټولنیزو رسنیو دپاره په نوې تګلاره اندېښنه ښکاره کړې ده


دجنوبي ایشیا دچارو دپاره دامریکا مرستیالې وزیرې ایلس ویلز دپاکستان دحکومت لخوا ټولنیزو رسنیو دپاره په نوؤ قاعدو،ضابطو رامنځته کولو داندېښنې څرګندونه کړې ده اؤ ویلي یې دي دپاکستان دا ګام به د رایې څرګنډولو ازادۍ اؤ د ډیجیټل معیشت پرمختیا ته سخت زیان ورسوي.

په ټوئتر ایلس ویلز لیکلي “که چرې پاکستان دبهرنیو پنګه والو حوصلې ماتوي اؤ دا رقم فعاله څانګه کې دسیمه ییز نوښت مخه نیسي نو دا دبدمرغۍ خبره ده”

دبهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ویلي” مونږ به په دې هکله دټولو ارونده اړخونو سره دخبرو اترو ډاډګیرنه کوؤ”

په دې وروستیو کې دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ دمرکزي کابینې غونډه کې د ټولنیزو رسنیو دپاره دنوؤ قاعدو، ضابطو منظوري ورکړل شوې وه چې په پاکستان کې صحافتي تنظیمونو اؤ مدني فعالانو دې نوؤ تګلارو و ته سخت غبرګون ښودلی اؤ دا یې په سوشل میډيا دخلکو د غږونو غلي کولو هڅه بللې ده.

داحسن ستي په نوم یو قانون پوهه تیره اوونۍ ددې قاعدو ضابطو په ضد داسلام اباد هائیکورټ ته هم تیره اوونۍ عریضه کړې ده چې باید دغه نوې قاعدې ضابطې ناچله وګرځوي.

هغه پخپله عریضه کې ویلي په کال ۱۸۴۸م کې دملګرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ څخه دبشري حقونو دمنظور کړل شوي چارټر له مخې دخپلې رایې څرکندونه د هرتن حق دی اؤ دا هم دیو تن په بشري حقونو کې راځي چې له کوم مداخلت اؤ دپولو په نظر کې له نیولو پرته دهرې رسنۍ له لارې بې پلوه معلومات ترلاسه کړي.

دانټرنیټ د سترو کمپنیو لکه فیس بک،ټوئټر،ګوګل،ایمازون،ایئر بي این بي،ایپل،بکنګ ډاټ کام.ایکسپیډيا ګروپ،ګریب.لنکډان،لائن،راکوټین اؤ یاهو نه جوړ صنعتي ائتلاف ای ایي سي دپاکستان دحکومت دا تګلاره ددغه هیواد د انټرنیټي ګټو دپاره زیانمنه ګرځولې ده.

دپاکستان مرکزي حکومت چې د ټولنیزو رسنیو دپاره دکومې نوې تګلارې منظوري ورکړې دهغې له مخې به د یوټیوب،فیس بک،ټوئټر اؤ ټک ټاک دپاره اسلام اباد کې دفتر پرانستل اړین وي اؤ که څوک دغسې ونه کړي نو ۵۰ؤ کروړو روپو پورې جرمانه به پرې لګولی شي.

دټولنیزو رسنیو دپاره نوي تګلاره د برقي جرمونو دقانون یا الیکټرانک کرائمز ایکټ برخه جوړه کړل شوې اؤ قانون پځائ کوونکو اؤ استخباراتي ادارو ته په ټولنیزو رسنیو د ناوړه یا د اعتراض جوګه موادو په ضد دګامونو اخستلو واک ورکړل شوی دی.

ددې نوؤ قاعدو له مخې به اوس ټولو نړیوالو ټولنیزو رسنیو ته چې یوټیوب،فیس بک،ټوئټر، ټک ټاک اؤ ډيلي موشن هم پکې شامل دي د درېوؤ میاشتو دننه اسلام اباد کې خپل ځانونه راجسټرډ کول وي اؤ ددې ترڅنګ به ورته دتماس نیونې دپاره خپل استازي یا د رابطو افسران هم دلته ګمارل وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG