پاکستان کې د پوليو درې نورې پېښې رپوټ شوي چې ورسره په ملک کې روان کال د پوليو شمېره ۲۱ ته رسېدلې ده.
د پوليو ضد پروګرام د شمېرو ترمخه تازه پېښې په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او پنجاب صوبو کې رپوټ شوي دي.
د چارواکو په وېنا په خېبرپښتونخوا کې په لکي مروت، په بلوچستان کې په سبي او پنجاب کې په ډېره غازي خان ضلع کې د پوليو پېښې رپوټ شوي دي.
لکي مروت د خېبر پښتونخوا د پوليو وائرس څخه ترټولو زياته اغېزمنه سيمه ده.
د چارواکو په وېنا په کال ۲۰۲۰ کې په لکي مروت ضلع کې تر دې دمه د پوليو ۱۰ پېښې ثبت شوي او تېر کال په ۲۰۱۹ کې هم د لکي مروت نه تر ټولو زياتې ۳۲ پېښې رپوټ شوې وې.
د لکی مروت د صحت مرستيال ډاکټر کفايت بېټنی وايي دوی ته د پوليو ضد څاڅکو ورکولو په مهال دا چېلنجونه ورپېښ دي چې په سیمه کې ورسره ښځينه کار کوونکې د نشت برابر دي، ځکه سړي کار کوونکي بيا هر ځای ته لاړ نه شي او د کورونو څخه خلک ماشومان نه را اوباسي.
د صحت د چارو کارپوهان وايي، د پوليو وايرس زياتره د پينځه کالو نه کم عمر ماشومان وهي، د عمري معذورۍ ښکار کوي يې او د مړينې سبب يې هم ګرځي.
پوهان وايي د پوليو رنځ علاج نشته، د پوليو ضد څاڅکي ورکول د دې رنځ د مخنيوي تر ټولو غوره علاج دی چې څو ځله ماشومانو ته دغه څاڅکي ورکړی شي او د دې رنځ څخه وساتل شي.
پاکستان د افغانستان او نايجيريا سره د نړۍ هغه هېواد دی چرته چې اوس هم د پوليو وايرس شتون لري.