لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د کرونا وايرس له امله په سند صوبه کې د ۱۳م مارچ پورې تعليمي ادارې تړل شوي


د پاکستان په سند صوبه کې چارواکو ويلي د کرونا وايرس د خطر له امله يې په صوبه کې د ۱۳م مارچ پورې د ټولو سرکاري او شخصي تعليمي ادارو تړلو پرېکړه کړې ده.

ياده پرېکړه د وزيراعلی سند مراد علي شاه په مشرۍ د لوړ پوړو چارواکو په غونډه کې شوې ده.

نن د ګل، دوشنبې د ورځې راهسې د کراچۍ په ګډون په ټوله صوبه کې تعليمي ادارې تړلې پرتې دي.

په سند صوبه کې دغه ګام په داسې حال کې پورته کړی شوی چې په پاکستان کې تراوسه پورې د کرونا وايرس څلور پېښې مخې ته راغلي دي.

د روغتيا په چارو کې د وزيراعظم مرستيال ظفر مرزا ویلي په يادو څلورو پېښو کې دوه په سند او دوه په فېډرل (اسلام ابا) کې رپوټ شوي دي.

چارواکو ويلي په کومو کسانو کې چې د کرونا وايرس مالوم شوي دوی د ايران سفر کړی ؤ.

د سند صوبې چارواکو ويلي د فرورۍ په مياشت کې چې د ايران نه څومره خلک بيرته سند صوبې ته راغلي د هغو مالومولو په موخه یې سکولونه تړلي چې د دوی سره ايران ته تللي او بيرته راغلي ماشومان مالوم کړي چې د نورو ماشومانو سره په سکولونو کې خو نه دي مېلاؤ شوي.

چارواکو ويلي د فرورۍ په میاشت کې ايران ته د تللو او بيرته راغلو کسانو شمېره په سوؤنو کې ده.

په صوبه کې د شخصي سکولونو رجسټرارې رفيعه جاوېد ويلي د سکولونو تړلو پرېکړه دماشومانو د صحت د خيال ساتلو په موخه شوې ده.

د زيارت، پنجشنبې او جمعې په ورځ هم سکولونه تړل شوي وو.

پاکستان د کرونا وايرس له امله د افغانستان سره د چمن پوله هم د يوې اوونۍ دپاره تړلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG