لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان پارلیمان کې مخالفو ډلو دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دشوې سولې جذئیات غوښتي دي


دپاکستان په سینیټ کې مخالفو ګوندونو د حکومت څخخه غوښتنه کړې ده چې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې دشوي تړون جذئیات مخې ته راوړي اؤ پارلیمان ته دې وویل شي چې افغانستان کې به اوس د ائین تحفظ څوک کوي اؤ ددې تړون ضمانیتان څوک دي.

دپیپلز ګوند سنیټرې د دوشنبې په ورځ په سینیټ کې ویلي دافغانستان دسولې دتړون نه وروسته هم ځېنې پوښتنې شته چې هغې ته باید جواب وویل شي.

هغې وویل دباندنیو چارو وزیر باید پارلیمان خبر کړي چې دسولې دتړون سرهسم په پاکستان کې شمسي ائیر بیس یا هوایي ‌‌ډګر هم تړل شوی دی اؤ ایا ددې تړون دجذئیاتو څخه پاکستان په بشپړ ډول خبر کړل شوی دی که نه؟

شیري رحمان وایي دافغانستان ولسمشر اشرف غني پخپلخ هم پوښتنې راولاړ کړي دي اؤ ۵۰۰۰ؤ طالب بندیانو موضوع هم روانه ده خو دپاکستان دقامي سلامتۍ اؤ خارجه کمیټیو په غونډو کې په دې هکله هیڅ خبرې نه دي شوي.

هغې وویل حکومت دې دا هم روښانه کړي چې امریکا د افغانستان څخه اوځي که نه؟ اؤ که چرې اوځی نو په اړه یې به دپاکستان دولت جذئیات وي که نه؟

دمتحده قومي موومنټ سینیټر بیرسټر سیف وویل د طالبانو اؤ امریکا ترمنځ شوی دسولې تړون دستائیلو دی اؤ په دې کې افغان کمانډرانو خپل یو زړه پورې کردار ترسره کړی دی.

دپاکستان دپارلیماني چارو مرکزي وزیر ښاغلي اعظم سواتي وویل د طالبانو اؤ امریکا ترمنځ په شوي تړون به حکومت خپل نظر خامخا پارلیمان ته ږدي ځکه چې په دې تړون پسې د سیمې د سیاست راتلونکی تړل شوی دی.

هغه وویل موجوده حکومت ته په بهرنۍ تګلار شاباسی ورکول پکار دي اؤ هیڅوک باید دې تړون ته دشک په سترګه ونه ګوري.

دپاکستان پارلیمان کې دطالبانو اؤ امریکا دسولې په تړون دا بحث په داسې وخت کې کیږي چې دقطر د تړون نه وروسته اوس د افغان دولت اؤ طالبانو ترمنځ دسولې موضوع په مطبوعاتو کې ګرمه شوې ده .

طالبانو اعلان کړی چې دامریکا سره یې دسولې دتړون نه وروسته جګړه صفر ته رسولې ده خو دافغان ځواکونو په ضد به خپلې جګړې ته دوام ورکوي.

دسولې دتړون یوازې دوه ورځې وروسته دافغانستان په خوست ولایت کې یوه بمي چاودنه شوې چې درې کسان پکې مړه اؤ اته ژوبل شوي دي خو طالبانو یا کومې بلې تندروه ډلې ددې چاودنې پړه پغاړه نه ده اخستې.

په تیرو وختونو کې امریکا ،هند اؤ پخپله افغان دولت پاکستان دطالبانو په ملاتړ تورنولو خو پاکستان وایي چې امریکا سره طالبان د اسلام اباد په هڅو دسولې تړون ته راضي شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG