لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دطالبانو له بریدونو وروسته امریکا هم په طالبانو وړومبی هوایي برید وکړو


دطالبانو لخوا په افغان ځواکونو دریدونو کې د۲۰ؤ افغان سرتیرو له وژل کیدلو وروسته امریکا یي جنګي الوتکي هلمند کې په طالبانو هوایي برید کړی دی .

افغانستان کې دامریکایي ځواکونو ویاند کرنل سوني لییټ په ټوئټر ددغه برید پخلی کړی اؤ لیکلي یې دي “طالب وسله واله )دافغانستان دملي اردو دځواکونو (په امنیتي پوستو پرله پسې بریدونه کوي اؤ دا هوایي برید ددغو بریدونو دمخنیوي په توګه شوی ډی”

دامریکایي ځواکونو ویاند په یو بل ټوئټ کې ویلي چې طالبانو دنهې په ورځ هلمند کې دافغان ځواکونو په پوستو ۴۳ بریدونه کړي .

هغه وایي طالبان دعوه کوي چې دبهرنیو ځواکونو څخه دافغانستان د ازادولو دپاره جکړه کوي اؤ په ۲۹مه فرورۍ شوي دسولې تړون کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو دپاره بیلابیل شرطونه موجود دي.

دامریکایي ځواکونو ویاند زیاته کړې ده طالبانو نړیوالې ورورولئ ته باور ورکړی ؤ چې هغوئ به دتشدد کچه راټيټوي اؤ بریدونو کې به زیاتوالی نه کیږي باید اوس پخپلو دې ژمنو عمل وکړي.

کرنل سوني لیګیټ زیاته کړې ده چې مونږ به له خپلو اتحادیانو څخه دفاع کوؤ اؤ دا باید په ډاګه وي چې مونږ د امن غوښتونکي یو،دا زمونږ مسولیت دی چې دخپلو ائتلافیانو څخه دفاع وکړو

دنړیوالې خبري شبکې پخپل رپورټ کې ویلي تیره شپه طالبانو په افغان ځواکونو ګڼ شمیر بریدونه کړي وؤ چې پکې ۲۰ افغان سرتیري وژل شوي دي.

ای ایف پي دکندوز د ولایتي شورا دغړي صفي الله امیري له خولې پخپل راپور کې ویلي” دامام صیب ولسوالۍ کې طالبانو درې امنیتي پوستې په نخښنه کړي چې پکې ۱۰دملي اردو سرتیري اؤ څلور پولیس وژل شوي”

همدا شان طالبانو اروزګان ولایت کې هم په پولیسو برید کړی اؤ ددغه ولایت د والي ویاند زړګي عبادي ای ایف پي ته ویلي چې په دې برید کې شپږ پولیس وژل شوي اؤ اووه نور ژوبل شوي دي.

دامریکایي ځواکونو ویاند ویلي “واشنګټن امن ته ژمن دی خو طالبان باید خپل غیر ضروري بریدونه ودروي اؤ دامن تړون کې پخپلو ژمنو عمل وکړي”

دطالبانو ویاند ذبیج الله مجاهد اوړمه ورځ رسنیو ته ویلي وؤ افغانستان کې چې دبوې اوونۍ دپاره دتشدد دکچې په راټيټولو دطالبانو اؤ امریکا کوم اتفاق شوی ؤ هغه موده سرته رسېدلې اؤ له دې وروسته به طالبان په افغان ځواکونو اوس بیا خپل بریدونه پیلوي.

په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم تیره ورځ ویلي وؤ چې هغوئ دبهرنیو ځواکونو په ضد افغانستان کې خپله جګړه صفر ته رسولې ده خو دافغان عسکرو په ضد به جګړه دوامداره ساتي.

افغانستان کې دملي اردو اؤ‌ پولیسو په سرتیرو دا نوي بریدونه په داسې حال کې شوي چې تیره ورځ دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ دسولې دخبرو دپاره دطالبانو دمشر ملاعبدالغني برادر سره په ټيلي فون اوږدې خبرې کړې وې.

صدر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي چې هغه طالب مشرانو سره ښې خبرې کړي دي.

طالبانو د افغان ځواکونو په ضد دعملیاتو پیل کولو اعلان وروسته له هغې کړی چې په ۲۹مه فرورۍ قطر کې دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دتړون لاسلیک کیدلو یوازې یوه ورځ وروسته افغان ولسمشر اشرف غني د۵۰۰۰طالب بندیانو له خوشې کولو انکار وکړو.

اشرف غني ویلي امریکا سره یې داسې هیڅ ژمنه نه ده کړې چې ګنې ۵۰۰۰طالب بندیان به خوشې کوي.

خو ددې ترڅنګ ولسمشر اشرف غني دوه ورځې وړاندې څرګنده کړې وه چې دناټو عمومي منشي اؤ دامریکا ددفاع وزیر مارک ایسپر ورته ډاډ ورکړی چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل به په شرطونو وي اؤ دا چې بهرني ځواکونه به دافغان ځواکونو ترشا ولاړ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG