لاس رسیدونکی لینک

 
طالبان:مونږ دسولې تړون عملي کوؤ،مقابل لوری هم باید خنډان له مینځه یوسي
تازه خبر

طالبان:مونږ دسولې تړون عملي کوؤ،مقابل لوری هم باید خنډان له مینځه یوسي


دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي دجګړې دشدت کمولو دپاره طالبان امریکا سره دسولې دشوي تړون ټولې برخې یو په بل پسې عملي اؤ باید مخالف لوری هم دتوافقنامې دټولو برخو عملي کولو کې خنډونه له مینځه یوسي.

دافغانستان بیلا بیلو ولایتونو کې په افغان ځواکونو دطالبانو دبریدونو غبرګون کې تیره ورځ هلمند کې دامریکایي الوتکو لخوا په طالبانو دشوي هوایي برید نه وروسته طالب ویاند په ټوئټر لیکلي مقابل لوری باید دتوافقنامې عملي کیدو مخې ته پراته خنډان له مینځه یوسي تر څو سرتاسري سولې ته لاره هواره اؤ افغان ولس خپلو اساسي حقونو څخه برخمن شي.

اوړمه ورځ طالبانو دافغانستان بیلابیلو ولایتونو کې دافغان ځواکونو ګڼ شمیر امنیتي پوستې په نخښه کړې وې چې دنړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې تر۲۰ؤ زیات افغان سرتیري وژل شوي وؤ.

په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو ویاند پرون چهارشنبه په ټوئټر لیکلي وؤ چې امریکایي الوتکې دطالبانو دبریدونو څخه د ددفاع په خاطر دهلمند نهر سراج ولسوالۍ کې په طالب وسله والو هوایي برید کړی دی.

هغه دا هم ویلي وؤ چې امریکایي ځواکونه به کله هم خپل ائټلافیان یوازې نه پریږدي.

طالب ویاند سهیل شاهین تر دې وړاندې ویلي وؤ چې طالبانو دبهرنیو ځواکونو په ضد جګړه صفر ته رسولې ده خو دافغان ځواکونو په ضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

هغه دا هم ویلي وؤ چې طالبانو سوله دامریکا سره کړې ده اؤ افغان دولت سره یې دسولې هیڅ تړون نشته .

پخپل یو بل تازه ټوئټ کې ښاغلي سهیل شاهین لیکلي “زمونږ اؤ دامریکا ترمنځ هیڅ ډول پټ اسناد نشته ،یوه توافقنامه ده چې مطبوعاتو کې راعلې اؤ بله دتوافقنامې تشریح ده چې دتوافقنامې هر بند تشریح کوي”

هغه ویلي دسولې دتړون په هکله ځېنې جعلې پاڼې اؤ پروپاګند کې مغرضې کړۍ یې خپروي هیڅ حقیقت نه لري.

ښاغلي سهیل شاهین دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد تیره ورځ په قطر کې دطالبانو دسیاسي دفتر دمشر ملاعبدالغني برادر سره ولیدل اؤ تر هغې وروسته یې په ټوئټر ولیکل چې دتاؤ تریخوالي دکچې لوړیدل دسولې تړون ته ګواښ پېښوي.

د زیارت په ورځ ګڼ شمیر مطبوعاتو پخپلو راپورونو کې هیله ښکاره کړې ده چې دتاؤ تریخوالي کمولو اؤ‌ دافغانانو ترمنځ دخپل منځي خبرو پیل کولو دپاره به زلمي خلیلزاد نن /پنجشنبه کابل ته هم سفر وکړي اؤ دغلته به د افغان ولسمشر اشرف غني سره دسولې دتړون دعملي کولو ترڅنګ دصدارتي ټاکنو دپائیلو نه په پیدا شوي جنجال هم خبرې اترې وکړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG