لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان د ونډو بازار په يوه اوونۍ کې په درېم ځل راغورځېدلی


د پاکستان د ونډو بازار د کاروباري اوونۍ په پينځمه ورځ ۱۶۰۰پوائنټونه راکم شوی او د دې ترڅنګ پاکستانۍ روپۍ د ډالر په مقابله کې هم د فشار سره مخ ده.

خو د اقتصادي چارو کار پوهه مزمل اسلم وايي چې د کرونا وايرس له امله په نړيواله کچه د ونډو بازار د غېريقيني حالاتو سره مخ دی او د هغې اثر په پاکستان هم دی.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د پاکستان د ونډو بازار (سټاک اېکسچېنج) د راغورځېدو بنيادي علت د پانګه والو لخوا پېسې ويستل دي او د هغې اثر د ډالر په مقابله کې په روپۍ هم شوی دی.

هغه وويل د تېرې ورځې په مقابله کې د ډالر په مقابله کې روپۍ ۲۰ پېسې ختلې ده.

کار پوهان وايي د ونډو د بازارونو د غورځېدو بنيادي علتونه سفري بندېزونه، د الوتکو پروازونه ودرېدل او د پانګه والو ويرې دي چې نړیوال اقتصاد يې په قلاره کړی او د ويري سره مخ کړی دی.

پوهان زياتوي د صحت نړيوالې ادارې او د امریکا د پوهانو لخوا کرونا وايرس د نړيوالې وبا ګرځولو وروسته د ونډو بازارونه اغېزمن شوي دي.

په کراچۍ کې د اقتصادي چارو کارپوهه ژورنالسټ وکيل الرحمان وايي د کرونا وايرس له امله تجارتي هلې ځلې متاثره شوي او چې څومره څومره په دغه اړه خبرونه خپريږي نور منفي اثرات پرېباسي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل د اسيايي مارکيټونو سره سره یورپي مارکيټونه هم راغورځېدلي دي او د هغې اثرات دلته هم ښکاري.

د وي او ای د خبر ترمخه د اسيا مارکیټونه يوه ورځ وروسته له هغې راغورځېدلي چې وال سټريټ د ۳۰ کاله په ريکارډ کچه راغورځېدلی ؤ.

د خبر ترمخه جاپان، تايي لېنډ او د هند مارکيټونه لس فيصده، او بېنکاک اته اعشاریه اووه فيصده، د سويلي اسيا علاقايي مارکیټونه د څلور نه تر شپږو فيصدو پورې راغورځېدلي دي.

دغه رنګ د امریکا مارکيټ لس فيصده، د لندن ۱۱ فيصده او د جرمني مارکيټ ۱۲ فيصده اغېزمن شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG