لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبرپښتونخوا کې د پوليو نورې پېښې ثبت شوي


د خېبرپښتونخوا د صحت د محکمې چارواکي وايي د پوليو د دوېم قسم (سي وي ډي پي وي۲) ۱۳ نورې پېښې ثبت شوي دي.

د صحت چارواکو ويلي په تازه ۱۳ پېښو کې اووه په قبايلي ضلع خېبر کې مخې ته راغلي او په پاتې نورو کې يوه يوه په بنو، لکي مروت، باجوړ، نوښار، مردان او کوز دير کې رپوټ شوي دي.

د تازه پېښو سره په پاکستان کې د پوليو د دې قسم پېښو شمېره ۲۴ ته ورسېده، په دې ۲۴ پېښو کې يواځې يوه د پنجاب صوبې په پېنډۍ کې رپوټ شوې ده.

په پاکستان کې تراوسه پورې د پوليو (ډبليو پي وي) ۲۹ پېښې مخې ته راغلي دي.

په دغو پېښو کې هم ۱۵ يواځې په خېبرپښتونخوا کې رپوټ شوي دي.

په پاکستان کې تېر کال د پوليو ۱۴۶ پېښې ثبت شوې وې.

XS
SM
MD
LG