لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزير او پي ټي اېم پرضد عدالت ته خواست شوی


د پاکستان اسلام اباد هايکورټ ته خواست شوی چې د قامي اسمبلی غړی علي وزير دې نااهله کړی شي او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) دې د قامي ګټو پرضد په هلو ځلو کې ککړ تنظیم وګرځول شي.

خو د پي ټي اېم وکیل عبدالرحيم وزير وايي، "دغه ډول خواستونه د يو تن خواهش ضرور کېدی شي خو په داسې خواستونو عمل کول ګران وي".

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې وزیر وويل "اوله خبره دا ده چې د چا د نااهلۍ او يا د کوم تنظیم پرضد ګام پورته کول د حکومت کار دی، بل دا چې هايکورټ نه، بلکې يواځې ستره محکمه (سپريم کورټ) د خپل ځاني نوټس په صورت کې پارليمان ته مشوره ورکولی شي".

هغه زياته کړه د پاکستان ائين هر وګړي ته د اظهار رايې د ازادۍ حق ورکوي او د لاکونو په شمېره کې د خلکو په ووټ منتخب غړی د يو تن په خواست نه شي لرې کېدی.

د ډان د رپوټ ترمخه اسلام اباد هايکورټ ته عبدالولي نومې تن چې د پخوانۍ قبايلي سيمې سره تعلق لرونکی زده کوونکی دی د وکيل خرم شهزاد چغتايي د لارې يې دغه خواست کړی دی.

په خواست کې ويل شوي چې د قامي اسمبلۍ غړی علي وزير او پي ټي اېم د قامي ګټو پرضد هلوځلو کې ککړ دي.

د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ په منتخب غړي او د پي ټي اېم په مخکښ مشر علي وزير او د پي ټي اېم په يو شمېر نورو غړو له دې وړاندې هم د رياست او رياستي ادارو پرضد د وېناګانو کولو او نعرو وهلو مقدمې درج دي.

علي وزير د خړکمر په پېښه کې جېل ته هم لېږل شوی ؤ.

د پاکستان پوځ او حکومت هم په پي ټي اېم د بهر هېوادونو څخه د پېسو اخیستو تورونه پورې کړي خو پي ټي اېم وايي د غورځنګ پرضد د لګول شوؤ تورونو ثبوتونه دې مخې ته راوړل شي.

پي ټي اېم وايي د پاکستان د ائين او قانون لاندې د پښتنو د حقونو دپاره پرامنه مبارزه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG