لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د کرونا وائروسو درې نورې پېښې رامنځته شوي


په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وائروسو درې نورې تازه پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره صوبه کې په کرونا وائروسو داخته مریضانو شمیره ۱۹ؤ ته رسېدلې ده.

دخیبر پښتونخوا صوبې دصحت وزیر تیمورخان جګړه د چهارشنبې په ورځ په ټوئټر دکرونا ددې تازه پېښو پخلی کړی اؤ لیکلي یې دي چې دا تازه پېښې یوه په بونیر،یوه په هنګو اؤ بله په مردان کې رامنځته شوې ده.

په عین حال کې دخیبر پښتونخوا حکومت د کرونا وائروسو د مخنیوي په خاطر ټوله صوبه کې تر دوؤ اوونیو دنائیانو د دوکانونو تړلو پرېکړه کړې ده.

دچهارشنبې په ورځ د لوړې کچې دیوې غونډې دصدارت په مهال دخیبر پښتونخوا وزیراعلي محمود خان ویلي دي چې حکومت صوبه کې کرفیو نه لګوي خو هر هغه ګام اخلي چې خلک پرې د کرونا وائروسو څخه خوندي پاتې کیدای شي.

هغه ویلي چې د خوراک څښاک پلورونکي دوکانونه به څلیریشت ساعته پرانستي پراته وي خو نور دوکانونه به ماښام اوو بجو وروسته تړل کیږي.

په دې غونډه کې ویل شوي چې د صحت د وزیر اؤ داطلاعاتو دمشیر له دفترونو پرته دنورو ټولو وزیرانو دفترونه تړل شوي اؤ نور ټول سرکاري دفترونه به د ماذیګر څلورو بجو پورې پرانستي وي.

وزیراعلي محمود خان ویلي چې راتلونکي پړاؤ کې به د ټرانسپورټ بندولو په اړه هم پرېکړه کولی شي.

په پاکستان کې دا مهال د کرونا وائروسو پېښې ۲۴۹ؤ ته رسیدلي چې دې کې ۱۸۱ په سندهـ، ۲۶پنجاب،۱۶بلوچستان،۱۹خیبر پښتونخوا ،دوه اسلام اباد اؤ پینځه په ګلګت بلتستان کې ثبت شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG