لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وائروس:دکیلفورنیا ایالت خلکو ته په کور دننه دپاتې کیدو امر شوی دی


د امريکي د کيلفورنيا ایالت ګورنر ګيون نيوسم په دغه ایالت کښې د کورونا وائرس نه داغیزمنو خلکو په شمير کښې د زیاتوالي له ويري د زيارت په ماښام خلکو ته په کور د ناستي امر کړی دی.

د کيلي فورنيا ګورنر وينا کړې چي خلک دي کور نه یوازې دضروري کارونو دپاره بهر اوځي.

د حکومتي چارواکو مطابق ددي امر له امله به په کيليفورنيا کښې۴۰ ملينه خلکو ژوند اغيزمن شي خو دوئ وایي چي دا مهال تر ټولو لويې علاج د يو بل سره د ناستې پاستې او دکوره د بهر وتلو ډډه کول دي.

چارواکي وائي چي د دي اقدام سره به په ايالت کښې د کورونا وائرس د خپريدو تر زیاته حده مخنیوی وشي.

د رياست په سرښار سکرامنټو کې په یو پريس کانفرنس کې ګورنر نیوسم وویل چې د کيليفورنيا شاوخوا ۵۶ فيصده ابادي يعني کم نه کم ۲۲٫۵ ملينه خلک په راتلونکو دوه مياشتو کښې په دي رنځ اخته کيدي شي.

د امريکې د مېري لېنډ جان هوپکېنز پوهنتون د شمېرو ترمخه په کيليفورنيا کښې د کورونا وائرس له کبله تر دي دمه لږ تر لږه ۱۰۳۰ کسان ددي رنځ ښکار دي او د مړو شميره ۱۸ ده.

د پنجشنبي يا زيارت په ماښام ګورنر ګيون نيوسم وویل، "دا هغه وخت دی چي مونږ سختې فيصلي وکړو"

کلیفورنیا د امريکي په متحده ایالاتو کښې هغه دويم ايالت دي چي د رياست په کچه ئي په غير ضروري کاروبارونو او ګرځيدو بندیز لګولی دی

د روانې اوونۍ په پیل کې د نیواډا رياست هم غیر ضروري کاروبارونه د 30 ورځو لپاره تړلي دي.

د ګورنر نيوسم د دي امر تر مخه خلک یوازې د خوراک څښاک سامان او دوايانو اخستو او سپي بهر ګرځولو لپاره د کوره بهر وتلي شي.

د دي امر صادر کيدو وروسته د ايالت په کچه یوازې د خوراک څښاک توکي پلورونکي دوکانونه، درملتونونه، بينکونه او پټرول پمپونه به خلاص ساتلي کيږي. دي نه علاوه ټول هغه کاروبارونه به بند وي چي د کوم له تړلو سره د ژوند چارې نه اغیزمنې کيږي۔

دري ورځي وړاندي هم دغه ډول سخت اقدامات د کيليفورنيا د بی ايريا په شپږ کاونټو الاميډا، سان فرانسسکو، ميرين، سانتا کلارا، سان ميتو، او کانټرا کاسټا کښې امر کړي شوي وو د کوم له مخه چي سکولونه او ډير سرکاري او غير سرکاري دفترونه د وړاندي نه بند کړي شوي وو۔ د ډيرو ادارو ملازمين نن سبا د کور نه کار کوي۔

دا مهال واشنګټن، کيليفورنيا او نيويارک د امريکه په متحده ايالتونو کښې تر ټولو زيات د کورونا وائرس له امله ځپل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG