لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دکرونا له امله پاکستان ټولې نړیوالې الوتنې تر دوؤ اوونیو وتړلې


پاکستان کې د کرونا وائروسو په چټکتیا سره د خوریدو له پاکستان دټولو الوتنو تر دوؤ اوونیو د تړلو پرېکړه کړې ده خو وایي یوازې سامان وړونکې الوتکو ته به دالوتنو اجازه وي.

دقامي سلامتۍ دپاره د پاکستان د وزیراعظم صلاح کار معید یوسف د خالي په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې ویلي پاکستان ته تر څلورم اپریل هیڅ رقم الوتکي الوت نه شي کولی اؤ یوازې ګارګو یا سامان وړونکې الوتکې به اجازه ولري چې پاکستان ته راشي.

هغه سپینه کړه چې وي وي ایي پي یا دخورا زیاتو مهمو خلکو الوتنې به ددې بندیز څخه مبرا وي.

تر دې دمخه دپاکستان قامي هوايي شرکت پي ایي ای هم ټولې نړیوالې الوتنې ځنډولې وې.

د وزیراعظم صلاح کار وویل د الوتنو د تړلو دا پرېکړه د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د لوړې کچې یوه غونډه کې شوې ده اؤ موخه یې داده ترڅو هیواد کې د کرونا وائروسو دخپریدو مخه ونیول شي.

په پاکستان کې دا مهال د کرونا وائروسو ۵۳۳ پېښې مخې ته راغلي اؤ دغو ددغو وائروسو دلاسه خیبر پښتنونخوا کې دوه اؤ‌ پنجاب کې یو تن مړ شوی هم دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG