لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په مردان کې ۱۶۴ تبليغيان قرنطين کړی شوي،حېدر اباد کې په ۳۶ کې د کرونا وايرس پخلی شوی


د مردان تبليغي مرکز
د مردان تبليغي مرکز

د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې د تبليغيانو په مرکز کې په درېو تبليغانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی کوم مرکز چې قرنطين مرکز ګرځول شوی او ۱۶۴ بهر ملکي تبليغيان پکې ساتل کیږي، په سند صوبه کې هم په ۱۴ تبليغيانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دي.

د مردان ضلعې مرستيال کمشنر عابد وزیر وايي، د مردان په تبليغي مرکز کې د بهر ملکونو تبليغيان ساتل کيږي چې شمېره يې ۱۶۴ ده او په دوی کې په درېو تنو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

هغه وايي ځايي خلک د مرکز څخه رخصت کړی شوي او يواځې بهر ملکيان په مرکز کې دي.

ميډيا سره په خبرو کې هغه دا ونه ويل چې د دغو بهر ملکيانو تعلق د کومو ملکونو سره دی خو سرچينې وايي په دې تبلیغيانو کې د چين، افريقې او افغانستان سره تعلق لرونکي کسان شامل دي.

هغه وويل دوی هڅه کوي هغه تبليغي جوماتونه چې تشکيلونه يې شوي په علاقه کې دي هغه بيرته قرنطين مرکز ته راوستل شي.

پرون په چارسده کې شپږ چينايان تبليغان قرنطين کړی شوي او له دې نه علاوه په پنجاب کې د تبليغ په غټ مرکز رائيونډ او د هغې سره په نورو علاقو کې هم تبليغيان په مرکزونو کې قرنطين کړی شوي چې شمېره يې د ميډيا د راپورونو ترمخه په سوؤنو کې ده.

په مردان ضلع کې د تبليغي جومات سره تعلق لرونکی یو مشر سېد نواب وايي، هغه سره د خپلو بچو او کورنۍ د نورو غړو په کور دننه اوسيږي، او زیاتوي بايد تبليغيان د حکومت په لارښوونه عمل وکړي او چرته چې هم تبليغيان په تشکيلونو دي ځان د جوماتونو پورې محدود کړي.

د پنجاب صوبې نه علاوه د سند صوبې چارواکو هم ويلي هلته په سکهر کې د تبليغيانو سکريننګ يا طبي معاينه روانه ده او پرون د ګل، دوشنبې په ورځ په حېدر اباد کې په ۱۴ تبليغيانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دي.

د راپورونو ترمخه په سند صوبه کې تراوسه پورې ۳۶ تبليغيان په کرونا وايرس اخته شوي دي.

چارواکي وايي د خېبرپښتونخوا نه تبليغ له نورو علاقو ته تللي کسان بيرته راروان دي، او دوی هڅه کوي چې دغه تبليغيان مالوم کړي، سکريننګ يې وکړي او يا په قرنطين مرکزونوکې وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG