واشنګټن ډي سي: د پیسو د نړیوالې ادارې یا آی ام اف اداري مشرې کرسټلینا جیورجیوا خبرداری ورکړی چې د کرونا وایرس د وبا له امله کېدای شي د ۱۹۳۰م کال راهیسې تر ټولو خراب اقتصادي حالت رامنځ ته شي.
نوموړې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې حکومتونو لا له مخکې څخه د اقتصاد د کابو کولو پروګرامونو ته اته ټریلینه ډالر ورکړي دي خو لا زیاتو پیسو ته به اړتیا وي.
هغې وویل، مخ پر ودې هېوادونه او مخ پر ودې مارکیټونه به تر ټولو زیات وځپل شي.
نوموړې وویل، له دغه خراب اقتصادي حالت څخه نسبي ښه والی یا بهبود به په ۲۰۲۱ کال کې رامنځ ته شي.
د امریکا د ټرانسپورت او هوايي چلند برخې به تر ټولو زیاتې وځپل شي ځکه په الوتنو کې دومره کموالی راغلی چې په تېرو ۶۰ کال کې ساری نه لري.
امنیتي ادارو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ۹۵۰۰۰ مسافرو سکریننګ کړی چې دا د تېر کال په پرتله ۹۶ فیصده کموالی ښيي.
په واشنګټن کی میشتو امریکايي چارواکو ویلي چې تر دې مخکې په امریکا کې په یوه ورځ تر یو لکو لږ مسافر په ۱۹۵۴ کال کې وو.
د امریکا د کار وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، چې ۶.۶ میلیونه نورو امریکایانو هم د بې روزګارئ له امله د مرستو غوښتنه کړې چې له دې سره د بې کاره خلکو شمېر چې مرستې غواړي نږدې ۱۷ میلیونو ته ورسېده.
وروستی شمېرې ښيي چې یواځې په امریکا کې په کرونا وایرس د اخته کسانو شمېر کابو نیم میلیون او پرې د مړو شویو کسانو شمېر شاخوا ۱۷۰۰۰ ته رسېدلی دی.