لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د کرونا وایرس له کبله نړۍ د امن، تحفظ او روغتیا له خطر سره مخ ده


واشنګټن ــــ په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا وایرس د مخنیوي په هڅو بوخته ده او د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر پر سر شخړه روانه ده ملګرو ملتونو اندېښنه څرګنده کړې چې د دې ادارې تر جوړېدو ۷۵ کاله وروسته نړۍ د کرونا وایرس له کبله د نړیوال امن، تحفظ او روغتیا له خطر سره مخ ده.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېریس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندو دروازو تر شا په تازه غونډه کې ویلي "دا وبا د نړیوال امن او ارامۍ پر ځای ساتلو ته هم د پام وړ خطر پېښوي او د ټولنیزې ناارامۍ او تشدد سبب جوړېږي چې دا د دې ناروغۍ د ختمولو په برخه کې زموږ وړتیا کمزورې کولای شي".

رایټرز خبري ایجنسۍ پخپل وروستي رپوټ کې د هند او پاکستان د پوځي معلوماتو په بنیاد ویلي وو، چې دواړو هېوادونو په مارچ میاشت کې هم پر یوه بل په بریدونو کولو د جنګ بندۍ سلګونه سرغړونې کړې دي.‌ د نړیوالې اړیکو څېړونکي اعجاز خټک وایي، په داسې وخت کې چې نړۍ د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره فکرمنده ده، د هند او پاکستان خوا د ډزبندۍ سرغړونه غیرمنطقي ښکاري:

"پاکستان او هند دواړه ډېر کمزوري ملکونه دي، دوی به خپل وسایل دې خواته [د کرونا وایرس د مخنیوي] استعمالول ځکه کاروبارونه ودرول او اقتصاد تباه شو، نو که جګړه کېږي جګړه خو اقتصادي شی دی که یو دوه ورځې جګړه وشي د ملک اقتصاد تباه کوي او ټول بجټ په څو ورځو کې خوري".

د ملګرو ملتونو د پینځلسو غړو هېوادونو د امنیت شورا غونډه د چین په ووهان ښار کې د کرونا وایرس تر پیدا کېدو سل ورځې وروسته په داسې وخت کې د ویډیو کانفرنس له لارې وشوه، چې دې وبا په نړۍ کې تر شپاړس لکه زیات خلک اغېزمن کړي او تر ۹۵ زره زیات مړه کړي دي.

د ملګرو ملتونو مشر ښاغلي ګوتېریس د امنیت شورا د لسو ټاکل شویو غړو له خوا دې غونډې ته د وینا لپاره ور بلل شوی وو او ترې غوښتل شوي وو چې د کرونا وایرس له کبله د دې ادارې د امن ساتنې، بشري او سیاسي چارې څومره اغېزمنې شوې دي، په دې اړه دې معلومات ورکړي، ښاغلي ګوتېریس غونډې ته وویل:

"دا وبا تشدد نور هم زیاتولای او ممنه غلط فهمۍ پیدا کولای شي، کېدای شي ترهګر له دې وبا په کار اخیستو سره پر حکومتونو روایتي یا بیالوجیکل بریدونه وکړي، چې دا به د دې ناروغۍ د مخنیوي هڅې نورې هم له خنډ سره مخ کړي".

د ملګرو ملتونو مشر وایي د کرونا وایرس له کبله جوړ حالات په هېوادونو کې د دې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې پر حکومتي ادارو د خلکو باور کمولای شي او لږ پرمختللي هېوادونه د اقتصادي ځوړتیا له کبله له نور فشار سره مخ کولای شي.

انتونیو ګوتېریس خبرداری ورکړی چې کرونا وایرس په هېوادونو کې پر انتخاباتو او ټولپوښتنه (ریفرنډم) هم اغېز کولای شي او سیاسي بحران پیدا کولای شي او د دې تر څنګ د بشري حقونو چېلنجونه لا سختولای شي.

د ملګرو ملتونو مشر دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندې کړې چې په وروستیو کې یې د نړیوالې جنګ بندۍ غوښتنه کړې وه او پر هېوادونو یې ږغ کړی وو چې د شخړو پر ځای د کرونا وایرس مخنیوي ته توجه وکړي.

د ملګرو ملتونو په غوښتنه د سعودي په مشرۍ پوځي اتحاد د تېر شورو- چارشنبې په ورځ‌ د ملګرو ملتونو د مشر غوښتنې ته په جواب کې په یمن کې د دوو اوونیو لپاره یو اړخیز اوربند اعلان کړ، خو د هند او پاکستان تر منځ په کشمیر کې وخت په وخت د شخړو رپوټونه ورکول کېږي او په افغانستان کې هم وسلوال طالبان لا هم له افغان حکومت سره په جګړه بوخت دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG