لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو په لغمان کې ۲۰ تنه افغان سرتیري خوشې کړي دي


د هغو طالب بندیانو انځور چې څه وخت وړاندې د افغان حکومت لخوا خوشې شول

واشنګټن: د طالبانو ویاند سهېل شاهین د زیارت یا پنجشنبې ‌په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ۲۰ تنه افغان سرتیري او پولیس یې په لغمان ولایت کې خوشې کړي دي.

د تېرې اونۍ راهیسې وسلوالو طالبانو ټول ۴۰ تنه حکومتي بندیان خوشې کړي او افغان حکومت ۳۶۱ طالب بندیان خوشې کړي دي.

د شوې پرېکړې له مخې طالبان باید ۱۰۰۰ تنه بندیان چې اکثره به یې امنیتي سرتیري وي د حکومت لخوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې خوشې کوي.

د بندیانو تبادله په قطر کې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ترسره کېږي کومه چې د فیبرورۍ د میاشتې په ۲۹ نېټه لاسلیک شوې وه.

ددغې هوکړې له مخې به له افغانستان څخه د امریکا تر مشرۍ لاندې ځواکونه هم په تدریجي ډول د ۲۰۲۱ کال تر جولای میاشتې پورې وځي.

ددې په بدل کې به طالبان هم په بهرنیو سرتیرو باندې بریدونه نه کوي او د افغانستان له خاورې څخه د نړیوالو ترهګریزو بریدونو مخنیوی به هم کوي.

د هوکړې له مخې به بین الافغاني مذاکرات هم کېږي تر څو یو بشپړ اوربند ته لاره پرانیزي.

XS
SM
MD
LG