کراچۍ —
د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې په پوځي چيک پوسته بريد کې يو پوځي سرتيری او په ځوابي عملياتو کې پينځه ترهګر وژل شوي وو.
د پاکستان پوځ نن د ګل/ دوشنبې په ورځ خپور کړي بيان کې ویلي، د شمالي وزيرستان د مرکز ميرانشا نه لس کلوميټره لويديځ پله په چيک پوسته ترهګرو بريد کړی ؤ.
د ياد بريد خبر پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ مخې ته راغلی او ويل شوي وو په بريد کې يو پاکستانی پوځي سرتیری وژل شوی او درې ژوبل شوي وو.
وروسته د بريد زمه واري د طالبانو حزب الاحرار ډلې منلې وه.
پوځ ويلي پوځ برید ته کلک ځواب ورکړی او پينځه ترهګر يې وژلي دي خو د ترهګرو نور جزيات نه دي شريک کړی شوي.
ويل شوي په نښته کې يو پوځي حوالدار هم وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.