واشنګټن: په ګرده نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر۲۶ لکه او ۲۱۰۰۰ او پرې د مړو شویو شمېر ۱۸۳۰۰۰ ته نږدې شوی دی.
تر ټولو زیاتې پېښې یې په امریکا کې دي چې ۸۳۷۷۱۹ او د مړو شمېر ۴۶۷۷۱ ته رسېدلی.
په امریکا کې تر ټولو زیات ځپل شوی ایالت نیویارک دی چې په کې له کرونا څخه د مړو شمېر ۲۰۱۶۷ او پرې د اخته کسانو شمېر له ۲۶۲۰۰۰ څخه زیات شوی.
په ټوله نړۍ کې له کورونا وایرس څخه نږدې ۷۱۵۰۰۰ کسان ښه شوي هم دي.
بل پلو د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او مشر د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د اروپا په اکثرو برخو کې د کورونا وبا د کمېدو په کال کې ده خو خبرداری یې ور کړ چې دغه وایرس به له مونږ سره تر ډېر وخت پورې پاتې شي.
تیدروس ګبریاسس دا خبر داری هم ورکړ، چې په زیاتو هېوادونو کې د کورونا وبا په لومړیو پړاوونو کې ده او په ځینو نورو کې بیا چې مخکې د وبا له امله ځپل شوي وو اوس پکې بیا د پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي دي.
تیدروس دا هم وویل، چې لاک ډاون او د ټولنیز واټن ساتلو سره دغه وایرس په زیاتو هېوادونو کې کنټرول شوی خو بیا هم د وایرس پیچلتیا د یو ستر ګواښ په توګه لا پاتې ده.
هغه له هېوادونو څخه وغوښتل چې د ډبلیو اچ او لخوا د عامې روغتیا کومې سپارښتنې چې شوي باید په پام کې ونیول شي چې په هغو کې په کورونا د اخته ناروغانو پېژندل، له نورو جلا کول او د خلکو قرنطین کول شامل دي.
د هسپانیې لومړي وزیر پیدرو سنچس په دغه هېواد کې د کورونا وبا د کمېدو لپاره د مې میاشتې دوهمه نیمايي بللې او حکومت یې په دغه مهال د کرونا له امله د سخت لاک ډاون څخه د وتلو پلان لري.
هغه د شورو یا چهارشنبې په ورځ پارلمان ته د وینا پر وخت وغوښتل چې اوسنی لګېدلی لاک ډاون دې د مې تر نهمې پورې وغځول شي او کله چې هسپانیه د محدودیتونو نرمونو ته پیل کوي نو هغه به ورو او بیلا بیلو پړاونو کې وي.
دغه تګلاره به د عامې روغتیا له چارواکو سره په همغږۍ وي چاچې په دې وروستیو ورځو کې له حکومتونو څخه غوښتي وو چې د محدویتونو د نرمولو په برخه کې دې له احتیاط څخه کار واخلي او ویلي دي چې که په دې چټکي وشي نو کورونا بیرته ښايي خپره شي.
هسپانیه په نړۍ کې د کورونا د سختو ځپل شویو هېوادونو څخه ده چېرې چې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۲۰۸۳۸۹ او د مړو شمېر ۲۱۷۱۷ ته رسېدلی دی.
په هسپانیه کې سخت لاک ډاون د مارچ په منځنۍ برخه کې پیل شو.
ځینو کروبارونو ته د بیا پرانېستل کېدو اجازه ورکړل شوې او د خلکو لخوا تر نیوکو وروسته حکومت وویل، چې له راتلونکې یکشنبې یا اتوار ورځې څخه به له ۱۴ کلنۍ څخه کوچنیو ماشومانو ته به له کور څخه د باندې د ګرځېدو لپاره اجازه ورکول کېږي.
له یوې خوا د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې خلک د کورونا په معاینه، بیلوالي او قرنطین باندې پام ساتي خو په ځینو برخو کې د خلکو لپاره معاینه کول هم نشته او خلک پکې په تنګو او واړو ځایونو کې اوسېږي.
په داسې ځایونو کې د کډوالو له کمپونو څخه یادونه کولای شو چې د بیلګې په توګه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو ادارې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د لیبنان د ختیځ په یو کمپ کې د کورونا د لومړنۍ پېښې راپور ورکړ.
یادې ادارې ویلي چې دغه کورونا نیولی کس یو فلسطینی دی چې له سوریې څخه راغلی وو او اوس د بیروت په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ادارې دا هم ویلي، چې دوی به د کورنۍ د نورو غړو په بیلوالي کې مرسته وکړي او په دغه کمپ کې به د کورونا د معایناتو لپاره یوه ډله واستوي.