لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کشمیر په ګډه پوله د ډزبندۍ سرغړونې څوک کوي: پاکستان که هندوستان؟


واشنګټن ــــ د کرونا وایرس په مهال د پاکستان او هند له خوا پر یو بل په کشمیر کې د ګډې پولې [ایل او سي] یوې بلې خواته د ډزبندۍ د سرغړونې تورونه لا دوام لري او د پاکستان پوځ تازه تور لګولی او ویلي یې دي چې په وروستیو میاشتو کې د هند له خوا په بریدونو زیاتوالی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د جمعې په ورځ‌ خبري رسنیو ته په خبرو کې وویل، په داسې وخت کې چې نړۍ د کرونا وایرس د مخنیوي په هڅو بوخته ده، ګاونډي یې هندوتوا [هندوپرستۍ] او ترهګرۍ ته وده ورکوي. بابر افتخار وویل:

"سږ کال تر اوسه هند ۸۵۰ ځله پر لاین آف کنټرول باندې د ډزبندۍ سرغړونه کړې ده، په پاکستان کې د کرونا وایرس تر لومړي کېس وروسته تر اوسه هندوستان ۴۵۶ واره د پولې سرغړونه کړې ده".

د پاکستاني پوځ ویاند تور ولګاوه چې هند د مېډیا په استعمالولو سره د پاکستان په ضد پروپیګنډه کوي. بابر افتخار وایي، په وروستیو کې د هندوستان د پوځ‌ له خوا د پاکستان په ضد بیانونه د دې هېواد د داخلي ناکامیو په وړاندې د اخلاقي پستۍ څرګندونه کوي:

"کرونا وایرس یوه نړیواله وبا ده چې ټوله نړۍ یې اغېزمنه کړې ده، وبا له رنګ، نسل، قومیت او مذهب سره تړاو نه لري، د هند دا هڅه- چې دا وبا له اسلام او مسلمانانو سره تړي- په بشپړه توګه ناکامه شوې ده".

د د پوځ‌مشر منوج موکند نراواني هم د اپرېل پر ۱۷مه د هند تر ولکه لاندې کشمیر کې د پاکستاني پوځ د ویاند خبرې ته ورته خبره کړې وه او ویلي یې وو، په داسې حال کې چې هند او ټوله نړۍ له دې نړیوالې وبا سره لاس و ګرېوان ده، څنګلوری پاکستان یې ورته ستونځې جوړوي:

"په داسې حال کې چې یوې خواته موږ نه یواځې له خپلو خلکو سره په مرسته بوخت یو بلکې له نورې نړۍ سره هم مرسته کوي او هغوی ته روغتیایي ډلې او دارو درمل ور لېږو، خو بلې خواته پاکستان موږ ته یواځې ترهګري را لېږي. دا ښه خبره نه ده".

هند او پاکستان په ۲۰۰۳م کال کې د خپلې ګډې پولې یا لاین آف کنټرول پر سر د جنګ بندۍ یو تړون لاسلیک کړی وو، خو پر هغه تړون برسېره دواړو غاړو ته وخت په وخت د نښتو او مرګ ژوبلو خبرونه ورکول کېږي.

هند هم له جنګ بندۍ د سرغړونو دعوې کوي.‌ د هند پوځ وایي پاکستان یواځې د روان کال د جنورۍ او مارچ میاشتو تر منځ له اوربنده ۱۱۴۴ واره د جنګ بندۍ سرغړونه کړې، وایي یواځې تېره میاشت چې د کرونا وایرس پېښې په زیاتېدو وې پاکستان ۴۱۱ واره د ګډې پولې هغې غاړې ته بریدونه کړي‌ دي.

که څه هم د پاکستان او هند تر منځ د کشمیر پر سر په تېرو ۷۳ کلونو کې څلور ځله غټې جګړې شوې دي، خو دا شخړه یې د تېر ۲۰۱۹م کال د اګست له ۵مې را وروسته هغه مهال نوره زیاته شوه چې هند پخپل قانون کې په بدلون سره د کشمیر ځانګړی نیمه خپلواک حیثیت ختم کړ او په هند کې یې شامل کړ. ​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG