لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي افغانستان کې دتشدد پېښو دسولې تړون ګواښونو سره مخ کړی


څېړونکي‌وایي افغانستان کې دسیوا شوي تاؤتریخوالي له امله دتیرو دوؤ لسیزو راهسې د روانې جګړې پائ ته د رسؤلو دپاره دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې شوی تړون د سختو ګواښونو سره مخ شوی دی.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د نړیوالې خبري شبکې ای ایف پي د رپورټ په اساس لیکلي افغانستان کې د امنیتي ځواکونو اؤ طالبانو ترمنځ کیدونکو جګړو کې هره ورځ‌ په لسګونو وسله وال اؤ ملکي وګړي وژل کیږي اؤ دواړو لوریو خپله جګړه کې شدت راوستی.

درې ورځې وړاندې افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د مرستو مشن(یوناما) ویلي وؤ چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځه د امن تړون باوجود د سږ کال په لومړیو درېوؤ میاشتو کې د تشدد په پېښو کې تر۵۰۰ؤ زیات عام وګړي وژل شوي دي.

دای ایف پي راپور کې د پوهانو له خولې ویل شوي چې دکرونا وايرس دنړیوالې وبا په جریان کې افغانستان کې کورنۍ جګړې یو خونړی شکل خپلولی شي.

یوناما هم پخپل رپورټ کې ویلي وؤ چې دسولې تړون کې ژمنه شوې وه چې طالبان او افغان حکومت به د امن لپاره کار کوي او د مارچ په میاشت کې هیلې څرګندیدې چې دواړه خواوې به خبرو ته کښېني ، جګړا به له منځه یوسي او افغان وګړي به د کرونا عالمي وبا نه بچ کړي خو وايي دغه هڅې بې ځایه شوي دي.

د اوورسیز ډیولپمنټ انسټی ټيوټ څېړونکی ایشلی جیکسن وایي دسولې تړون تر اوسه مات شوی نه دی خو خپلې وروستۍ ساه ګانې اخلي اؤ دا څرګندوي چې ددې تړن ماتیده څومره وخت نیولی شي.

رپورټ کې دافغان چارواکو له خولې لیکل شوي چې په ۲۹مه فرورۍ دکله راهسې دوحه کې طالبانو دسولې په تړون لاسلیک کړی دهغې راپدیخوا هره ورځ لږ ترلږه ۵۵ بریدونه کیږي.

په خپل رپورټ کې د ملګرو ملتونو مشن ویلي دي د کال ۲۰۲۰ په وړومبیو درېوؤ میاشتو کې د تشدد په پېښو کې ۱۲۹۳ اولسي خلک مړه یا بیا ژوبل شوي چې پکې ۱۵۲ ماشومان او ۶۰ زنانه دي. په دغه پېښو کې ۷۶۰ پورې عام خلک ژوبل شوي دي.

د امریکا ځان ګړي استاذي زلمي خلیلزاد، نېټو او د اسلامي هېوادونو کانفرنس هم په طالبانو غږ کړی چې د کرونا وایرس وبا سره د مقابلې دپاره او د روژې د میاشتې په خاطر دې تشدد راکم کړي خو طالبانودغه غوښتنې رد کړي دي.

دجمهوریتونو د ددفاع په نوم دسازمان وتلی څېړنکار بل روګیو وایي طالبان دا ګني چې” امریکا سره دسولې تړون اصل کې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو تړون دی،امریکا په هر صورت افغانستان څخه وتل غواړي اؤ دې دپاره یې دطالبانو ټولو غوښتنو ته غاړه اېښودې ده”

کابل کې میشت دامنیتي چارو څېړونکی نیشانک موتواني بیا په دې نظر دی چې د دوحې تړون طالبانو ته قانوني بڼه ورکړې ده اؤ هغوئ ګڼي چې ګنې دامریکې څخه یې روانه جګړه ګټلې ده.

ددې باوجود چې امریکا خبرداری ورکړی چې تشدد دې راکم کړی شي او د بندیانو خوشې کولو په سر د اختلافونو ختمولو ضرورت دی خو د یوناما رپورټ کې راغلي چې د امن لپاره روانې هڅې د طالبانو لخوا په افغان حکومتي ځواکونو د بریدونو وروسته زیان منې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG