لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان، افغانستان ته د هر ډول توکيو لېږدولو اجازت ورکړی


پاکستان پرېکړه کړې چې اوس به د تورخم او چمن د لارې افغانستان ته د اړين (ضروري) توکيو سره ټول توکي لېږدول کيږي.

د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د ملي امنيت په چارو کې مرستیال معید يوسف ويلي د افغانستان د حکومت په خواست د پاکستان حکومت دغه پرېکړه کړې ده.

يوسف ويلي ګاونډي هېواد افغانستان ته به د اړينو توکیو سره غېر اړين توکي هم پرېښودل کيږي.

"د تورخم او چمن پولې چې د اپرېل د لسمې نېټې نه افغانستان ته د اړينو توکيو دپاره پرانستل شوې او به د هر ډول توکيو لېږلو دپاره پرانستې وي".

هغه ویلي د بلوچستان صوبې پينځې ضلعې چې د ايران نه اړين توکي ترلاسه کوي دغو ضلعو ته به د ايران نه د توکيو د راوړو اجازت وي.

له دې وړاندې د پاکستان لخوا افغانستان ته د سوداګريزو ګاډو د تګ د اجازې ورکړل شوې او په لسم اپرېل د تورخم او چمن د لارې مال وړونکي ګاډي روان شوی وو.

د چمن پوله ۴۰ ورځې وروسته پرانستل شوې او د تورخم پوله په ۱۶م مارچ تړل شوې وه.

پاکستان په اوونۍ کې درې ورځې دغو ګاډو ته د تګ اجازه ورکړې وه.

خو په چمن کې ځینې سوداګرو وروسته د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې دوی د افغانستان نه کوم توکي راغواړي په ځانګړي ډول دالونه او په مصالو کې کاروېدونکي توکي، د هغې د راغوښتو دې ورته اجازه ورکړی شي.

پاکستان د کرونا وايرس د مخنيوي په لړ کې په پورته کړی شوؤ ګامونو کې د افغانستان سره خپلې ټولې پولې تړلې وې.

معيد يوسف ويلي د هند سره به پوله تړلې وي خو ځینې پاکستانيان چې په هند کې ايسار شوي او هند ورته د لاک ډاؤن له امله بیرته راتلو اجازه نه ورکوي دوی هڅه کوي چې هغوی هم بيرته راولي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG