د پاکستان مرکزي حکومت د پاکستان انټرنيشنل ائيرلاين (پي ايي ای) د الوتکو ترڅنګ بهرنيونړیوالو پروازونو ته هم د تلو راتلو اجازت ورکړی، خو ويل شوي يواځې د بلوچستان د ګوادر او تربت د هوايي اډو څخه به پروازونه نه چليږي.
پاکستان د کرونا وبا له امله نړيوال او په ملک کې دننه ټول پروازونه ودرولي وو.
د سرکاري ميډيا ترمخه د هوابازۍ ډوېژن ویاند ویلي مرکزي حکومت د ټاکل شوؤ، غېر ټاکل شوؤ او چارټر الوتکو بهرنيو الوتکو ته اجازت ورکړی چې نن د خالي/ شنبې د ورځې نه به پروازونه چليږي.
ويل شوي د بهر هېوادونو سره د تلونکو الوتکو دپاره قاعده جوړه کړی شوې او په الوتکو کې به حفاظتي سپری کولی شي او په هوايي اډو به د ګڼې جوړولو نه ډډه کولی شي.
د اېکسپرېس ټریبيون د خبر ترمخه د اېوي اېشن ډويژن د وياند عبدالستار کهوکهر په وېنا د پي ايي ای ترڅنګ بهرنۍ الوتکې به د پاکستان د ګوادر او تربت هوايي اډو نه علاوه د نورو ټولو هوايي اډو سره پروازونه کولی شي.
پاکستان د کرونا وبا د مخنيوي په لړ کې د مارچ په میاشت کې د پي ايي ای ترڅنګ ټول نړيوال پروازونه ځنډولي وو.
وروسته حکومت په ملک کې دننه د پروازونو لړۍ هم ودرولې او تر اپرېل د ۳۰م نېټې پورې يې په کور دننه او بهرنيو الوتکو ودرولو ويلی ؤ.
خو په دغه موده کې ویل شوي په بهر هېوادونو کې د ګېر شوؤ پاکستانيانو ملک ته راوستلو دپاره د پي ايي ای ځانګړې الوتکې چلول شوې وې.
پاکستان په داسې حال کې ځايي او نړيوال پروازونه په ځای کوي چې په ملک کې د کرونا وايرس پېښې ورځ تر بلې سېوا کيږي.
نن د خالي په ورځ د کرونا وايرس د رپوټ شوؤ شمېرو ترمخه په ملک کې په تېر شوا روز کې نور ۷۸ تنه د کرونا وايرس څخه مړه شوي دي، د تازه شمېرو سره په ملک کې د کرونا وايرس نه د ټولو مړو شمېره ۱۳۹۵ ته ورسېده.
ويل شوي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ملک کې د کرونا وايرس مالومولو دپاره ۱۲زره۲۰ معاینې (ټېسټونه) شوي چې پکې په ۲۴۲۹ کسانو کې د وايرس پخلی شوی دی.
په ملک کې د کرونا وايرس نه د اغېزمنو شمېره ۶۶زره۴۵۷ ته رسېدلې ده.