لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: د افغان سولې په اړه به نړۍ په راتلونکې اونۍ کې له نویو ګامونو خبره شي


واشنګټن: افغان ولسمشر اشرف غني وویل، کابل ته د پاکستان د پوځي مشر جنرال باجوه له سفر څخه خوشحاله دی او دا همدارنګه د یو خپلواک، ډیموکراټ او متحد افغانستان څخه د هغوی ملاتړ څرګندوي.

ښاغلي غني دغه خبرې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ واشنګټن مېشته اټلانټیک شورا سره د ویډیو کانفرانس له لارې وکړې او وویل، له پاکستان سره په همغږۍ کې نږدې شوي دي.

ولسمشر غني وویل، "مونږ دواړو موافقه وکړه چې هېوادونه په خپله سیمه کې پرمختګ کوي او دا چې هندوستان کې ستر فرصتونه دي نو دا ډېره مهمه ده چې زمونږ لخوا ګڼ اړخیزه ( څوبعدي) سیاست وشي."

هغه زیاته کړه "کله چې مونږ د څو اړخیزه سیاست خبره کوو نو دا په دې معنی چې زمونږ خاوره به د هېڅ ګاونډي، دوست او یا کوم بل هېواد پرضد نه کارول کېږي او له دې سره زه فکر کوم چې خنډونه له منځه ځي، د سولې ایتلاف زیاتېږي او د سولې پرضد ایتلاف کمزوره کېږي."

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، افغانان سوله غواړي او ډېره ژر یې غواړي او نړۍ به په راتلونکې اونۍ کې د افغان سولې په برخه کې له نویو پرمختګونو خبره شي.

غني وویل، جګړه هېڅ ګټونکی نه لري او مونږ ټولو بېللې ده خو یواځې افغانانو او ګاونډیانو ګټلې ده.

ولسمشر غني یو ځل بیا د بیړني بشري اوربند پر اړتیا ټینګار وکړ او وویل، چې د کورونا له امله ۸۰-۹۰ سلنه افغانان دا مهال د خوراکي او طبي مرستو ته اړتیا لري چې باید ورسره وشي.

افغان ولسمشر دا هم وویل، چې د سولې د تړون له مخې تر اوسه پورې ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشې شوي دي‌ او پاتې ۲۰۰۰ نور به هم په نېږدې راتلونکې کې خوشي شي. خو هغه ټینګار وکړ چې که څه هم په تاوتریخوالي کې به یو څه کموالی راغلی وي خو اوس هم هره ورځ په هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۰ ته رسېږي.

وسلوالو طالبانو د خپلو بندیانو د خوشې کېدو هرکلی کړی. سهیل شاهین چې ځان د طالبانو ویاند بولي په خپل ټوېټر لیکلي، " د بندیانو د خلاصون جریان یو ښه پرمختګ دی او موږ د مثبت ګام په توګه ورته ګورو خو د دوحې د تړون له مخې باید زموږ ۵۰۰۰ بندیان خلاص شي ترڅو د بین الافغاني مذاکراتو پيل ته زمینه مساعده شي. اسلامي امارت هم پخپل اړخ کې د بندیانو د خلاصون پروسې ته ژمن دی."

ولسمشر غني همداراز د طالبانو په لاس د بندي شویو امنیتي او دفاعي سرتیرو د نه خوشې کیدو له کبله په طالبانو نیوکه کړی او خپله اندیښنه یې ښودلې.

اشرف غني دا هم وویل، چې د سولې د خبرو د راتلونکو ګامونو په اړه یې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د قطر له چارواکو سره تېره ورځ او نن خبرې کړي دي او له شک پرته چې امریکا او افغان حکومت په دې برخه کې بشپړه همغږي لري.

ولسمشر غني همداراز په افغانستان کې د امریکايي ّځواکونو قوماندان، جنرال کنت مکنزي خبرو ته په اشارې وویل چې له افغانستان څخه په بشپړ ډول د امریکایي سرتیرو ویستلو لپاره لا شرایط برابر نه دي.

د اتلانتیک شورا د څیړنیز مرکز لخوا په دغې جوړې شوې انلاین غونډې کې د والسټریټ ژورنال خبریالې جېسېکا دوناتي د افغانستان د ولسمشر اشرف غني څخه وپوښتل: که چیرته د سولې لپاره د طالبانو یو شرط ستاسو استعفا او د یوې موقتې ادارې رامنځته کیدل اوسي، تاسو به استعفا ورکړئ؟

غني په ځواب کې وویل: د ډاکټر نجیب الله د ژوند تر ټولو ستره غلطي هماغه وه چې اعلان وکړ چې استعفا به ورکوي. مونږ دغه فلم په خپل ژوند لیدلی. هیله کوو چې له مونږ نه د دغه فلم بیاځلي تکرارولو غوښتنه مه کوئ چې مونږ پوهیږو انجام یې څه دی.

ولسمشر زیاته کړه، د سولې په افغان پلاوي کې به ښځې هم ونډه ولري او دده په کابینه کې به څلور ښځینه وزیرانې وي چې دوه یې ټاکل شوي او دوه نورې به هم وټاکل شي.

همدارنګه دده په کابینه کې به دیني علما او ځوانان هم برخه ولري.

د افغانستان لپاره د ولسمشر غني لید لوری یا وېژن

د افغانستان ولسمشر اشرف غني اټلانټیک شورا ته د خپلو خبرو په پیل کې د خپل هېواد لپاره خپل دید یا وېژن څرګند کړ چې پنځه اهداف پکې ټاکل شوي وو.

۱-د تېرو جګړو او ناخوالو د ټغر ټولېدو لپاره سوله اړینه ده.

۲-افغانستان باید یو ځل بیا د تېر په څېر د سیمې د نښلېدو (اتصال) په مرکز بدل شي تر څو یو ځل بیا د یو زغم لرونکي اسلامي تمدن په مرکز بدل شي.

هغه وویل، یو وخت د نړۍ نیمايي شمېر سړکونه د افغانستان له بلخ او بګرام څخه تېرېدل.

۳-د حکومت جوړونې ځواکمن وسایل باید جوړ شي. د بیلګې په توګه د امن جوړونې، حکومت جوړونې، مارکیټ جوړونې او ملت جوړونې چارې باید پیل شي.

۴-په خپل ځان د بسیا کېدو لپاره باید اقتصادي او مالي بنسټونه جوړ شي او د هغو لپاره باید په طبعي زېرمو، وسایلو او وړتیاوو په لوړولو باندې کار وشي تر څو راتلونکی نسل په نېکمرغۍ کې پل کېږي.

۵-د افغانستان په بهرني سیاست کې باید څو اړخیزه ( څو بعدي) وړتیاوې او سیاستونه ځای شي چې په پایله کې به یې غریبي او تاوتریخوالی ورک او اقتصادي او کلتوري وده به رامنځ ته شي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG