لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوي بجټ کې دخېبر پښتونخوا دکلېزې مالیاتي پنګې نیم په نیمه نه د زیاتو کمولو وړاندیز


دپاکستان مرکزي کابېنې دکلیزې بودیجې 2020-21 د وړاندیزونو منظوري ورکړې ده چې له مخې یې دصوبو ترقیاتې پنګو څخه په زیاته کچه دپېسو کمولو وړاندیز شوی دی.

دبجټ د وړاندیزونو په اړوند د جمعې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ دمرکزي کابېنې غونډه شوې ده اؤ‌ پاکستاني میډیا وایي چې دغه غونډه کې د بجټ د وړاندیزونو منظوري ورکړل شوې ده.

دخیبر پښتونخوا صوبې د روان مالي کال کال پرمختیایي بجټ ۲۳۶ اربه روپۍ دی اؤ په نوي بجټ کې وړاندیز شوی چې دا پنګې باید په نوي بجټ کې ۱۰۰ اربه روپۍ کېښودل شي.

همدا شان دبلوچستان د روان مالي کال پرمختیاي بجټ ۱۰۸ اربه روپۍ دی چې نوي بجټ کې به د منظور شوؤ وړاندیزنو په اساس ۷۵اربو روپو ته راکوزولی شي.

په بجټ کې دترقیاتي پنګو تر ټولو لږې پیسې د پنجاب نه کمې کړل شوي دي ،دپنجاب کلیزه پرمختیايي پنګه ۳۵۰رابه روپۍ ده خو په نوي بجټ کې ددې پنکې ۳۳۷اربو روپو ته د راټیټولو وړاندیز دی.

دسندهـ کلیزه پرمختیایي پنګه چې روان مالي کال کې ۲۷۹ روپۍ ده په نوي بجټ کې یې ۱۶۵اربو روپو ته د راټیټولو وړاندیز ورکړل شوی دی.

دمالي کال 2020-21 دپاره دپاکستان د ۸۸ کهربو روپو نه زیات کلیز بجټ نن قامي اسمبلۍ ته دوړاندې کړل کیږي چې په دې کې ۳۴ اربو روپو نه زیاته خساره ښودل شوې ده.

دپاکستاني میډیا له مخې په دې بجټ کې د ټیکسونو راټولولو هدف ۴۹ کهربه اؤ ۵۰ اربه روپۍ تجویز کړل شوی دی اؤ پاکستان به د پورونو اؤ سود ورکولو دپاره ۳۱کهربه اؤ۵۰ اربه روپۍ په بجټ کې بیلوي.

همدا شان ددفاع په څانګه کې د۱۲ کهربه اؤ ۸۰ اربو روپو دلښکت اندازه لګول شوې ده .

میډیا دا هم وایي چې د وزیراعظم په مشرۍ دکابینې ترسره شوې غونډه کې د سرکاري ملازمانو په تنخاګانو اؤ پنشن کې د اضافې وړاندیز نه دی منل شوی

نوي بجټ کې دخیبر پښتونخوا کلیزې ترقیاتي پنګې نه دپېسو کمولو دا وړاندیز په داسې حال کې منل شوی چې خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو زیاتره غړي وخت په وخت نیوکې کوي چې حکومت ورته کلیزه ترقیاتي پنګه کې برخې نه ورکوي چې له امله یې هغوئ خپلو سیمو کې دترقیاتي کارونو توان نه لري

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG