لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ۳۸۵۸ ډاکټران اؤ نور طبي مامورین په کرونا وایرس اخته شوي


دخالي په ورځ ددغه مرکز دجاري کړل شوؤ شمیرو له مخې ۲۰۰۰ډاکټران،۴۷۶نرسان اؤ نرسانې اؤ دنورو طبي خدماتو ورکوونکي ۱۰۵۵کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.

پاکستان کې دبېړنیو عملیاتو مرکز وایي په دغه هیواد کې تر اوسه ۳۸۵۸ ډاکټران اؤ نور طبي مامورین په کرونا وایرس اخته شوي اؤ ۳۶ طبي مامورین مړه شوي هم دي.

دخالي په ورځ ددغه مرکز دجاري کړل شوؤ شمیرو له مخې ۲۰۰۰ډاکټران،۴۷۶نرسان اؤ نرسانې اؤ دنورو طبي خدماتو ورکوونکي ۱۰۵۵کسان په کرونا وایرس اخته شوي دي.

دبېړنو عملیاتو مرکز وایي کوم طبي مامورین چې په کرونا وایرس اخته شوي هغوئ کې ۳۰۰۰ اؤ ۱۱۰کسانؤ په بېلابیلو سیمو کې دندې ترسره کولې اؤ ۷۴۸کسان د روغتونونو دننه دسختو ناروغانو په خونو کې په دندو بوخت وؤ.

دغه سرکاري شمیرې وایي چې په ګرد هیواد کې ۱۴۵۶ طبي مامورین تر اوسه د کرونا وایرس څخه بیرته هم روغ شوي دي اؤ ۲۱۰۰ طبي مامورین دا مهال په کورونو دننه یا بیلابیلو ځایونو کې قرنطین دي.

دشمیرو له مخې د۲۶۶طبي مامورینو بیلابیلو روغتونونو کې علاج روان چې دوئ کې د۲۶۳کسانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی خو درې طبي مامورین بیا په وینټي لیټر پراته دي اؤ وضعیت یې اندېښمن دی.

دبیړنیو عملیاتو مرکز وایي خیبر پښتونخوا صوبه کې دکرونا وایرس دلاسه تر اوسه اووه،سندهـ کې ۱۴،پنجاب کې شپږ،بلوچستان کې پینځه ،ګلګت بلتستان اؤ اسلام اباد کې دوه ،دوه طبي مامورین مړه شوي دي.

تیره میاشت پېښور کې مېشت د ډاکټرانو د صوبايي اتحاديې چېرمين ډاکټر زبیر محسود وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ چې د صوبې په هسپتالونو کې د دوه سوه نه زيات ډاکټران د کرونا وايرس نه ناروغه شوې دي.

ډاکټران وايي که چېرې په هسپتالونو کې کار کوونکې ټولې عملې ته حفاظتي سامان ورنه کړی شو او د کرونا مريضانو د پاره ځانګړي مرکزونا و نه ټاکلې شو نو باقي پاتې طبي عمله به هم دا وایرس ناروغه کړي.

د ډاکټرانو د صوبايي اتحاديي عمومي سېکتر ډاکټر عالمګير خان يوسفزۍ تیره میاشت ډیوه ته ویلي وؤ په هسپتالونو کې اوس هم زياتره طبي عملې ته د کرونا وايرس نه ځانونه خوندي ساتلو له پاره حفاظتي سامان نه دی ورکړی شوی ځکه دا رنځ په طبي عمله کې تېزۍ سره خوريږي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان اوړمه ورځ پخپله یوه وینا کې ویلي وؤ چې حکومت ډیر زر دکرونا وایرس څخه داغیزمنو طبي مامورینو دپاره یو پیکیج مخې ته راوړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG