لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملاله یوسفزي وایي د زده کړو سرته رسولو وروسته به اوس کتابونه لولي اؤ خپل خوبونه به پوره کوي


دنوبېل امن نړیوالې جائزې ګټونکې دښځو اؤ ماشومانو دحقونو پښتنې مبارزې ملاله یوسفزئ دبرتانیې داکسفور‌ډ پوهنتون څخه په فلسفه،سیاست اؤ اقتصادیاتو کې خپلې زده کړې سرته رسولي اؤ وایي له دې وروسته به دکتابونو لوستو اؤ انټرنیټ ترڅنګ خپل خوبونه پوره کوي.

ملالې یوسفزئ د خپل ګریجویشن سرته د رسولو خوشحالي دخپلې کورنۍ سره یوځائ نمانځلې ده اؤ ویلي یې دي هغه ډیره خوشحاله ده.

په ټوئټر ملالې یوسفزئ دخپلې خوشحالۍ نمانځلو دوه عکسونه خپاره کړي اؤ لیکلي یې دي هغه نه ده خبر چې اوس په وړاندې څه دي خو په نیټ به مخې ته راځي ،کتابونه به لولي اؤ خوبونه به کوي.

ملاله یوسفزئ د اکسفورډ پوهنتون څخه خپل ګریجویشن په نهمه جولایي سرته رسولی ؤ اؤ په دې ورته دپاکستان په ګډون د ټولې نړۍ نه خلکو مبارکي ویلې ده.

لاله يوسفزۍ چې د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ ښايسته سيمې سوات سره تعلق دی په کال ۲۰۱۰م کې هغه وخت ښکاره شوه چې د امريکې نیويارک ټايمز د هغې په ژوند ډاکومينټري یا فلم جوړ کړو.

ملالې به په سوات کې د تندوره طالبانو د واک په وخت کې هلته روان حالات او د جينکو د تعليم حال د بي بي سي دپاره د بلاګ په شکل کې د ګل مکۍ په نوم وړاندې کول.

هغه په کال ۲۰۱۲م کې طالبانو هغه وخت په ډزو وويشته چې د سکول په ګاډي کې د نورو جینکو سره روانه وه. هغه په سر ويشتل شوې خو بچ پاتې شوه.

په ملاله یوسفزۍ شوی برید په ګرده نړۍ کې په پراخه کچ غندل شوی ؤ.

د ملګرو ملتونو ترمخه په دغه کال د بشري حقونو په نړیواله ورځ په پېرس کې د ملګرو ملتونو د تعليم، سائنس او کلتور څانګې يونيسکو په مرکزي دفتر کې ملاله يوسفزۍ ته پيروزنې وړاندې کړی شوې او سپارښتنه شوې وه چې د جينکو سکول ته تګ، او د جينکو د تعليم حق دې په بېړنۍ توګه ومنل شي.

ملالې ته له دې وروسته په نړیواله کچه اېوارډونه ورکړی شوي او په کال ۲۰۱۴ م کې يې د هند کيلاش سيتهيارتي سره په ګډه د سولې نړیواله جايزه نوبېل انعام هم ګټلی ؤ.

ملاله په کال ۲۰۱۷م کې د ملګرو ملتونو د سولې او په ځانګړي ډول د جينکو تعليم استازې جوړه کړی شوې وه.

XS
SM
MD
LG