لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دعمران خان حکومت دبلوچستان نیشنل ګوند په پخلا کولو کې پاتې راغلی


دپاکستان واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف دحکومتي ائتلاف نه د وتلي بلوچستان نیشنل ګوند(مینګل) په پخلا کولو کې ناکام شوی اؤ ددغه ګوند مشر سردار اختر مینګل وایي چې حکومتي ائتلاف ته بېرته ننوتل اوس دهغه د وسه نه ده.

دستر حکومت مخالفه ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري وایي اختر مینګل اوس حکومت سره دملګرتیا کولو جواز په لاس کې نه لري اؤ دحکومت په نورو ائتلافي ګوندونو یې هم غږ کړی چې باید دموجوده حکومت دملګرتیا نه لاس واخلي.

خو حکومتي استازو اؤ مرکزي وزیرانو پرویز خټک اؤ اسد عمر بیا هېله ښکاره کړې ده چې اختر مینګل سره به نورې ناستې هم کوي اؤ د هغه دګوند ټولې ګیلې مانې به ختموي.

دبلوچستان نیشنل ګوند مشر اختر مینګل روانه اوونۍ دحکومتي ائتلاف نه د وتلو اعلان کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ بلوچستان ته دحقونو ورکولو په اړوند چې ورسره حکومت کومې ژمنې کړې وې هغه یې سرته نه دي رسولي.

دجمعې په ورځ دپاکستان ددفاع اؤ پلان جوړونې مرکزي وزیر اسد عمر دحکومت په استازیتوب اختر مینګل له په جرګه ورغلي وؤ اؤ دهغه نه یې خواهش کړی ؤ چې باید بیرته حکومتي ائتلاف کې شامل شي.

سرچینې وایي په دغه موقعه اختر مینګل حکومتي وزیرانو ته ویلي چې دحکومت نه د وتلو پرېکړه یوازې هغه پخپل سر نه ده کړې بلکې ټول ګوند یې په دغه پرېکړه کې شامل دی اؤ هغه اوس دګوند دپرېکړې څخه سرغړونه نه شي کولی.

تیره ورځ داپوزیشن یو بل مشر مولانا فضل الرحمان سره په یو ځائ مطبوعاتي کانفرنس ته هم خپله وینا کې اختر مینګل ویلي وؤ چې حکومتي ائتلاف ته دهغه دګوند بیا ننوتل اوس دهغه د وس نه بهر خبره ده.

دبلوچستان نیشنل ګوند د ګیلو په اړوند دپلان جوړونې مرکزي وزیر اسد عمر خبریالانو ته ویلي چې مرکزي حکومت دبلوچستان دپرمختیا پلوي دی اؤ نظر لري چې تر څو دپاکستان هرې برخې پرمختیا نه وي کړي نو پاکستان پرمختګ نه شي کولی.

په عین حال کې دپاکستان په پارلیمان کې داپوزیشن دیو ستر ګوند پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري ویلي حکومت اوس د یو کوږ دیوال په څېر دی چې څه وخت هم غورځېدلی شي اؤ که حکومتي ائتلافیان دهیواد سره غداري نه کوي نو باید حکومتي ائتلاف نه د وتلو اعلان وکړي.

ښاغلي بلاول بوټو خبریالانو ته ویلي چې وزیراعظم عمران خان اوس په ډاګیز ډول د اتلسم ائیني ترمیم اؤ این ایف سي ایوارډ په ضد مخې ته راغلی اؤ اختر مینګل نور حکومت سره دائتلاف کولو هیڅ جواز په لاس کې نه لري.

د بلوچستان نیشنل ګوند لخوا حکومتي ائتلاف څخه د وتلو له اعلان وړاندې دپاکستان تحریک انصاف حکومت قامي اسمبل کې دائتلافیانو په مرسته د ۱۸۶ؤ غړو ملاتړ په لاس کې لرلو چې د یاد ګوند حکومت څخه له وتلو وروسته اوسه دغه شمیره ۱۸۲ؤ ته راټېټه شوې ده.

پاکستان کې دحکومت جوړولو دپاره اړینه وي چې یو ګوند باید دپارلیمان د۱۷۲ؤ غړو ملاتړ په لاس کې ولري چې یاد ملاتړ اوس هم تحریک انصاف ګوند ته ترلاسه دی خو د پارلیمان ۱۱ غړي دتحریک انصاف دحکومت نه دملاتړ لاس راکاږي نو ددغه حکومت حکومت پرې دائین له مخې ختمیدای ش

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG