لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر فاؤچي: هيله ده د جنورۍ پورې د کرونا وايرس دپاره ويکسين جوړ شي


د امریکا د وبايي ناروغو تر ټولو پوهه ډاکټر انتهوني فاؤچي ویلي، هغه په محتاط ډول خوشبين دی چې د کرونا وايرس دپاره په ويکسينو کار روان دی او د جنورۍ پورې به تيار شي.

ډاکټر فاؤچي ویلي د امریکا حکومت د څو کمپنيو سره د ملينونو ډالرو تړونونه کړي چې د ويکسينو جوړول تند کړي که څه هم دا ويکسين د کلينکي معاينو څخه تيريږي.

هغه ويلي مونږ ويکسين جوړؤ له دې وړاندې چې مونږ نه يو خبر چې دا به کار هم کوي او د دې کار هدف دا دی چې وخت بچ کړو.

ډاکټر فاؤچي د استازو د اېوان کمېټۍ ته ويلي که تاسو د لاسه يواځينی څيز ورکوئ هغه ډېرې پېسې دي او څوک هم نه غواړي چې ډېرې پېسې د لاسه ورکړي خو دوی ګڼي چې د ډېرو پېسو د لاسه ورکول د دې دپاره دي چې په څلور، پينځه، شپږ، اووه مياشتو کې د دې نتيجې راشي او کنه بيا به دې ته څلور، پينځه، شپږ، اووه مياشتې صبر کول وي.

نوموړي ډاکټر د کرونا وايرس خورېدو له امله تېره میاشت د سېنېټ کمېټۍ ته ویلي ؤ که کاروبارونه خلاصولی شي سختې نتيجې به يې مخې ته راځي.

ډاکټر فاؤچي د صدر ډانلډ ټرمپ په ايريزونا ریاست کې په يو لاريون ګڼې جوړولو ته ښه خيال نه دي ويلي.

ډاکټر ويلي هغه بيا هم هغه خبره کوي چې ګڼه دې جوړه نه کړی شي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د نړۍ په 188 هېوادونو کې چې د کرونا وايرس 92لکه40زره398 پېښې مخې ته راغلي په دې کې ۲۳لکه۴۶زره۹۳۷ يواځې په امریکا کې دي.

د پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا وایرس نه په نړۍ کې څلورلکه76زره960 کسان مړه شوي چې پکې يواځې په امریکا کې د مړو شمېره يو لک21زره228 ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG