لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پاکستان کې د 30 فيصده پايلټانو لائسنسونه جعلي دي، د هوا بازۍ وزير سرورخان وايي


د پاکستان د هوابازۍ وزير غلام سرور خان وايي په پاکستان کې ټول 860 فعال پايلټان دي او په دوی کې 266 داسې دي چې هغوی په خپله د پايلټۍ امتحان نه دی ورکړی بل چا ورله امتحان ورکړی دی.

سرور خان دغه څرګندونې په قامي اسمبلۍ کې هغه وخت وکړې چې د مې په مياشت کې په کراچۍ کې د پاکستان د قامي هوايي کمپنۍ (پي ايي ای) د الوتکې د غورځېدو رپوټ يې وړاندې کولو.

نوموړي وزیر وويل د الوتکې د غورځېدو په لومړي پلټنيز رپوټ کې مالومه شوې چې د يادې الوتکې د غورځېدو زمه وار پایلټان او د کنټرول عمله ده.

د سرور خان په وېنا دوی په ملک کې د الوتکو غورځېدو د وروستيو څلورو پېښو مالومات او پلټنې هم رايوځای کړي دي.

هغه وويل په کال 2010م کې چې په اسلام اباد کې د ائيربليو شرکت د مسافرو الوتکه غورځېدلې ، په کال 2012 کې په اسلام اباد کې د بوجا ائير لائين الوتکه غورځېدلې، درېمه پېښه چې د چترال نه را روانه د پي ايي ای الوتکه د پېښې ښکار شوې او څلورمه پېښه چې په ګلګت کې يوې الوتکې کرېش لېنډنګ کړی ؤ، دغه غلطي د کراچۍ د الوتکې پايلټ هم کړې وه خو په ګلګت کې په الوتکه کې سواره خلک بچ پاتې شوي وو.

د سرورخان په وېنا د چترال د الوتکې غورځېدو علت د الوتکې تکنيکي خرابي وه خو د ائيربليو د الوتکې پېښه چې 152 کسان پکې مړه وو او بوجا ائيرلاين الوتکې پېښه چې 127 کسان پکې مړه وو دا دواړه پېښې د پایلټانو د غلطو له امله مخې ته راغلې وې.

هغه وويل له دغې وروسته دوی د پايلټانو د جاج اخستو پرېکړه وکړه او د فرورۍ نه وروسته دوی پلټنې پېل کړې.

سرور خان وويل په پاکستان کې د دولتي او شخصي شرکتونو او کلبونو سره ټول 860 فعال پايلټان دي چې پکې 266 داسې مالوم شوي دي چې هغوی په خپله امتحانونو ته نه دي ناست، بل چا ورله امتحانونه ورکړي دي.

هغه تور ولګوؤ چې دا خلک په سياسي بنيادونو په نوکريانو شوي دي او په دې پايلټانو کې د 30 فيصدو لائسنسونه جعلي دي هغه وويل دوی په دې کار پېل کړی دی چې اصل او جعلي پايلټان مالوم کړي او هر څه به په ډاګه کوي.

په پاکستان کې د پايلټانو د اتحاديې (پالپا) عمومي سېکتر عمران نارېجو په کراچۍ کې د غورځېدلې الوتکې په اړه د سرور خان وړاندې کړی شوی رپوټ رد کړی او ويلي يې دي دا بشپړ رپوټ نه دی او خامۍ لري.

ځايي رسنیو سره په خبرو کې هغه ويلي دوی غوښتنه کوي چې د پلټنو په ډله کې دې نور کسان شامل کړی شي او په پلټنو کې دې د ټولو اړخونو جاج واخستل شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG