لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټر عبدالله: که پر طالبانو د پاکستان او ایران له اغېز څخه رغنده کار واخیستل شي نو مرسته به وکړي


واشنګټن ـ په افغانستان کې د سولې د عالي‌ شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، په هېواد کې ولاړ حالات چې دواړه ښکېلې غاړې ژوبلوي داسې دوام نشي کولای بلکه د افغانانو لخوا په ګډه د سولې غوښتنې ته باید ټول غاړه کېږدي.

ښاغلي عبدالله دغه خبرې د شورو یا چهارشنبې په ورځ واشنګټن مېشته د امریکا د سولې انسټیټیوټ (USIP) ته د ویډیو کانفرانس له لیارې وکړې.

ډاکټر عبدالله له طالبانو سره د خبرو لپاره د روان تیاري په اړه وویل، بنسټیزه خبره دا ده چې د سولې په اړه د ملي اجماع او د سیمیزو هېوادونو د رول د زیاتېدو په اړه باید کار وشي.

"په افغانستان کې د روانو حالاتو نتیجې سیمه او نوره نړۍ اغېزمنولای شي، له دې سره پر یوه وخت د نړۍ د سترو قدرتونو او د سیمې د هېوادونو تر منځ اړیکو هم موږ اغېزمن کړي یو، نو که د سیمې هېوادونه په مثبته توګه په دې کې راشریک کړل شي دا به غوره وي."

ډاکټر عبدالله د سولې په بهیر کې د ایران او پاکستان د رول په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل،

"دغه دواړه هېوادونه په طالبانو اغیز لري. که دغه اغیز په رغنده توګه وکارول شي نو دا به مرسته وکړي."

ده وویل، په دې وروستیو کې د جنرال باجوه په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته ورغلی وو چې دده په وینا په افغانستان کې یې د سولې د راتلو په لاره کې د مرستې ژمنه وکړه.

"په وروستیو کې د پاکستان د پوځ مشر جنرل باجوه له یو لوړپوړي پلاوي سره کابل ته راغلی وو او دوی ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د سوله ییز حل ملاتړ کوي، دا ښه پیغام دی چې ټولو اړخونو ته او طالبانو ته هم باید ورکړل شي".

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، "افغان حکومت د سولې خبرو ته تیار دی او وویل، چې حکومت د مذاکراتو پېلېدو لپاره مخکې تر مخکې هېڅ ډول شرطونه نه دي وړاندې کړي.

هغه وویل، زمونږ د مذاکراتو ډله په سمه توګه چمتو ده چې هر وخت چې وي مذاکرات پیل کړي.

عبدالله وړاندې وویل، مونږ د سولې لپاره یو غوره فرصت لرو. زمونږ جغرافیې ته په کتلو سره اوسنی ګواښ نه یواځې افغانستان بلکه د لېرې ختیځ څخه تر اروپا او ور اخوا پورې له ثبات او امنیت سره تړلی دی.

د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د ډاکټر عبدالله له ټاکل کېدو سره د ۲۰۱۹ کال د ولسمشرۍ د ټاکنو د پایلو پر سر روانه لانجه پای ته ورسېده او د یو ای آی پي پر وینا له دې سره د افغان حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د لومړنیو مخامخ خبرو لپاره لاره پرانېستل شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG