لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د افغانستان او هند پرضد بریدونه کوونکو ډلو پرضد پرېکنده عمليات نه دي کړي، خوندي ځای يې پاتې شوی


امریکا ويلي پاکستان په کال 2019 کې هم د هغو ډلو دپاره خوندي ځای پاتې شوی کومو چې په افغانستان او هند بريدونه کول.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د 2019م کال په خپل کاليز رپوټ کې چې د ترهګرۍ په اړه يې خپور کړی ويلي دي، پاکستان د هغو ډلو پرضد پرېکنده عمليات نه دي کړي کومو چې د افغانستان او هند پرضد بريدونه کول د دغو ډلو زور نه دی کم شوی او پاکستان تېر کال د دغو ډلو دپاره خوندي ځای پاتې شوی دی.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ خپور کړي رپوټ کې امریکا ويلي، که څه هم پاکستان قامي تګلاره جوړه کړې چې يوې وسله والې ډلې ته به اجازه نه ورکوي بيا هم پاکستان د افغان طالبانو او دې سره اړوند حقاني ډلې او د هند پرضد عمليات کوونکو ډلو لشکر طيبه او جېش محمد دپاره پناه ځای ؤ.

د رپوټ ترمخه د پاکستان حکومت او پوځ په ملک کې د ترهګرو دپاره په خوندي ځايونو په تضاد کې پاتې شوي او په ملک کې د ترهګرو ډلو او ترهګرو پرضد کوم پرېکنده عملیات نه دي شوي.

په رپوټ کې ویل شوي پاکستان په کال 2019م کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې رغنده رول هم لوبولی دی.

د دې ترڅنګ دا هم ويل شوي تېر کال د فرورۍ په میاشت کې چې په هندي کشمير کې په هندي ځواکونو بريد شوی له هغې وروسته پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او ترهګرۍ د پېښو د ودرولو دپاره ځينې ګامونه هم پورته کړي دي.

خو وروسره دا هم ويل شوي چې په کال 2015م کې د ترهګرۍ ضد کومه قامي تګلاره جوړه کړی شوې د هغې ترمخه په ملک کې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد بې توپيره عمليات نه دي شوي.

په رپوټ کې ويل شوي پاکستان د ممبۍ بریدونو مشري کوونکي جېش محمد ډلې د مشر مسعود اظهر او ساجدمير پرضد کوم عدالتي اقدام نه دی کړی او ويل شوي چې د پاکستان حکومت دا ردوي خو بيا هم ويل کیږي چې مسعود اظهر او ساجد مير ته د پاکستان رياست تحفظ ورکړی دی.

په رپوټ کې په پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو يادګېرنه شوې چې د کال 2018م په پرتله تېر کال ځاني زيان کم شوی او په پاکستان کې تحريک طالبان پاکستان او داعش خراسان بريدونه کړي او بلوڅ او سندهي بېلتون خوښو ځینې اهداف په نخښه کړي دي.

د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د لېږلو رالېږلو په اړه د نړيوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) په اړه ويل شوي چې د کال 2019م د اکتوبر په مياشت کې يې د پاکستان لخوا په پورته کړو ګامونو اندېښنه څرګنده کړې خو په رپوټ کې ويل شوي پاکستان په دغه لړ کې بيا هم يو څه ګامونه پورته کړي دي.

د دې ترڅنګ په رپوت کې دا هم ویل شوي چې پاکستان د تندروۍ څخه د خلکو لرې ساتلو هڅې کوي خو بيا هم ځينې مدرسې د تندرۍ درس ورکوي.

پاکستان د امریکا تازه رپوټ ته په سمدستي ډول غبرګون نه دی ويلی خو له دې وړاندې يې تل ادعا کړې چې په ملک کې يې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد بې توپيره عمليات کړي او چاته هم اجازه نه ورکوي چې د پاکستان خاوره د بل کوم هېواد پرضد وکاريږي.

افغانستان

په امریکايي رپوټ کې د افغانستان په اړه ويل شوي چې ترهګرې ډلې د افغانستان د حکومتي عملدارۍ نه بهر او د پاکستان سره په پوله علاقې کاروي، داعش خراسان القاعده او د القاعده سره اړونده القاعده هند او د تحريک طالبان پاکستان ډلې پاکستان په نخښه کوي او د افغانستان او پاکستان په پوله پرتې علاقه يې خوندي ځای دی.

د رپوټ ترمخه په کال 2019م کې په افغانستان کې طالبانو او حقاني ډلې ترهګر بریدونه سېوا کړي او داعش د ملکي وګړو په ځانګړي ډول د مذهبي لږکيو پرضد يې بريدونه روان ساتلي دي.

ویل شوي تېر کال امریکايي او اتحادي ځواکونو يې داعش، القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته ماتې ورکړي او په دغه اړه يې د ځينو عملياتو او لاس ته راوړنو يادګېرنه هم کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG