لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دخیبر پښتونخوا ۸۹ سیمو څخه دټېټې کچې لاک ډاؤن ختم کړل شوی


دخیبر پښتونخوا په ۸۹ سیمو کې د کرونا وایرس دپېښو شمیره کې د واضحه کموت راتلو نه وروسته حکومت ددغو سیمو څخه د ټېټې کچې لاک ډاؤن یا ټول بند ختم کړی دی.

دصحت دصوبایی محکمې استازي ډاکټر افتخار الدین له مخې صوبه کې ۸۹ داسې سیمې په ګوته کړل شوې وې چې کرونا وایرس پکې ډير په چټکتیا سره خوریدل اؤ په دغو سیمو کې دټېټې کچې دلاک ډاؤن لګول کیدو سره د کرونا وایرس پېښو کې ۸۰ فیصدي کموالی لیدل شوی دی.

رسینو ته ډاکټر افتخار الدین ویلي په دغو سیمو کې اته دپېښور،پینځه دمردان،۱۵دنوښار،اته دباجوړ،اته دایبټ اباد،پینځه دکوز دیر،څلور دچارسدې،څلور دبونیر،درې،درې دهریپور،سوات اؤملاکنډ،دوه د بره چترال ،یوه دبره دیر اؤ یوه دبنو اړوند وه.

دصحت محکمې دغه استازي ویلي دټېټې کچې دلاک ډاؤن له امله دمردان تړل شوؤ سیمو نه په تیرو شپږو ورځو کې دکرونا وایرس یوه پېښه هم مخې ته نه ده راغلي اؤ نوښار کې په ۱۲م جون دثبت شوؤ ۳۱ پېښو په پرتله اوړمه ورځ یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده.

نوموړي زیاته کړې ده چې د مانسهرې نه په ۲۲م جون ۳۲ اؤ دباجوړ نه په ۱۶م جون ۱۲دکرونا وایرس پېښې مخې ته راغلې وې خو ددې په پرتله اوړمه ورځ له دې سیمو یوازې درې پېښې ثبت شوي دي.

ډاکټر افتخارالدین وایي سوات اؤ پېښور کې د کرونا وایرس تازه ثبت شوې پېښې ښایي چې دلته هم دې پېښو کې ۷۰فیصدي کموالی راغلی دی.

پاکستان کې په کرونا دڅار دمرکز دشمیرو له مخې خیبر پښتونخوا صوبه کې ۲۷۸۴۳ کسان دکرونا وایرس څخه اغیزمن شوي چې له دې جملې څخه ۱۵زره اؤ ۵۲ بېرته روغ شوي دي.

همدا راز په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر اوسه ۱۰۲۰ کسان په دې وایرس مړه شوي هم دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG