لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار:بمي چاودنه کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي


دافغانستان ختیر ولایت ننګرهار کې دځایي پولیسو دیو مشر موټر په بم الوځول شوی چې دچارواکو په وینا دغه پېښه دپولیسو سیمه ییز مشر اؤ دهغه درې ساتونکي وژل شوي اؤ دوه نور پولیس ژوبل دي.

دننګرهار دوالي ویاند عطاء الله خوګیاڼي ددې پېښې دپخلي په ترڅ کې د سه شنبې په ورځ امریکا غږ اشنا ته ویلي چاودنه دښیوې ولسوالۍ په مرکزي څلور لاري کې ددغه ولسوالۍ دسیمه ییزو پولیسو د یو مشر نور زمان په موټر شوې ده.

هغه ویلي په دې چاودنه کې پخپله نور زمان اؤ دهغه درې ساتونکي وژل شوي اؤ دوه نور ساتونکي یې ژوبل دي.

هغه منلې چې په چاودنه کې د سیمه ییزو پولیسو ترڅنګ نهه ملکي وکړي هم ژوبل شوي دي.

تر اوسه ددې پېښې مسولیت چا پغاړه نه دی اخستی خو تیرکال په ۲۷مه فرورۍ دامریکا اؤ طالبانو ترمنځ دسولې دشوي تړون راپدیخوا هم په افغان امنیتي ځواکونو دبریدونو لړۍ دوامداره ده چې افغان دولت د زیاترو بریدونو پړه په طالبانو ور اړوي.

په دې وروستیو کې چې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې څومره سترې بمي چاودنې شوي طالبانو زیاترو کې دلاس لرنې نه انکار کړی اؤ سپینه کړې یې ده چې هغوئ بېګناه ملکي خلک نه وژني خو ددې ترڅنګ طالبانو لا دافغان ځواکونو په ضد د اوربند اعلان نه دی کړی.

افغانستان کې دبمي چاودنو اؤ بریدونو دا لړۍ په داسې حال کې دوامداره ده چې افغان دولت وایي افغانستان کې دسولې دپاره دبین الافغاني خبرو پیل کولو دپاره یې سفارتي هڅې پیل کړي اؤ په دې لړکې په تیرو دوؤ ورځو کې کابل کې دوه مهمې غونډې هم راجوړې شوي دي.

دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند ګران هیواد اوړمه ورځ مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې روانه اوونۍ به کابل د درېوؤ مهمو غونډو میلمه وي چې دغو غونډو کې به یوه ستره غونډه کې د ۱۹ هیوادونو استازي دافغان سولې په اړوند خپل نظرونه شریکوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG