لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه د مړينو شمېره 5266 ته ورسېده


په پاکستان کې د کرونا وايرس تازه نور 69 کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې په دې وايرس د اخته شوؤ مړو کسانو ټوله شمېره 5266 ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې په تېر شوا روز کې په نورو 2769 کسانو کې د کرونا وايرس پخلی شوی دی.

په پاکستان کې تراوسه پورې دوه لکه51زره 625 کسانو ته کرونا ورپورې شوی چې پکې د سرکاري شمېرو ترمخه يو لک 61زره917 ترې ښه شوي هم دي.

ويل شوي په ملک کې په کرونا وايرس د 1837 کسانو روغتيايي حالت خطرناک دی.

په پاکستان کې يواځې په پنجاب صوبه کې کرونا وايرس 2013 کسان مړه کړي دي.

په پنجاب کې کرونا وايرس 87زره43 کسانو ته شوی او 58زره23 ترې ښه شوي دي.

په سند صوبه کې د کرونا وایرس له امله 1795 کسان مړه شوي خو په دې صوبه کې بيا کرونا وايرس يو لک 5533 کسانو ته شوی او 61زره958 ترې ښه شوي هم دي.

په خېبرپښتونخوا کې کرونا وايرس 1099 کسان مړه کړي دي.

په خېبرپښتونخوا کې کرونا وايرس 30زره 486 کسانو ورپورې شوی چې پکې ويل شوي 21زره158 ترې روغ شوي هم دي.

کرونا وايرس په اسلام اباد کې 153، په بلوچستان کې 126، په ازاد کشمير کې 44 او په ګلګت بلتستان کې 36 کسان مړه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG