لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت وایي پر کونړ د پاکستان د بریدونو په ضد یې ملګرو ملتونو ته شکایت کړی


واشنګټن ــــ افغان حکومت وايي د افغانستان په خاوره د پاکستان له لوري د توغندیو د بریدونو په اړه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د شکایت لیک استولی دی، خو پاکستان لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وروسته له هغې پیښې چې د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ او اسعداباد په ځینو سیمو کې د پاکستان له لوري توغندیز بریدونه وشول، د افغانستان ولسي جرګې په دې اړه د ځواب ویلو لپاره د شنبې یا خالي په ورځ د کورنیو، بهرنیو او دفاع چارو وزارتونو او همداراز د ملي امنیت چارواکي خپلې پارلماني غونډې ته ور بللي وو.

د افغانستان د پارلمان غړو په نوموړې غونډې کې د یو رپوټ له مخه ویلي چې په تېر یو کال کې د پاکستان پوځي ځواکونو له خوا د افغانستان په ختیځو سیمو په ځانګړي ډول نورستان او کونړ ولایتونو د هاوان 13000 بریدونه کړي چې په لسګونو ملکي وګړي پکې مړه او ټپیان شوي.

د پارلمان غړو او د افغانستان د ولس نماینده ګانو د پاکستان له لوري د توغندیزو بریدونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پوځي‌ پوستو په اړوند سخته اندېښنه څرګنده کړې او د دغې مسلې د حلولو غوښتنه کړې.

د ولسي جرګې په دغه ځانګړې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، لوی درستیز ډاکټر یاسین ضیا او د ولایتونو په چارو کې د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال ګډون درلود.

همداراز د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د جولای په 17 یوه اعلامیه خپره کړې چې وايي د توغندیو او راکټونو د بریدونو په هکله یې په کابل کې د پاکستان سفیر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته یې خفګان ښودلی او اندیښنې شریکې کړي.

د بهرنیو چارو اعلامیه زیاتوي چې دغه ډول بریدونه به د ډېرو سنجیده نتایجو سبب وګرځي او زر تر زره دې بند شي. اعلامیه زیاتوي چې د دواړو هیوادونو د دفاعي چارو مسولین به د دې پیښو هر اړخیزې پلټنې کوي.

د پاکستاني پوځ له خوا په وروستي بریدونو کې- چې د کونړ ولایت په یو شمیر سیمو شوي- د سرکاري شمېرو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ولسي وګړي وژل شوي او 11 نور ټپیان شوي دي.

د پاکستان امنیتي سرچینې وایي د افغانستان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په پوله شوې نښته کې د پاکستان لوري ته په باجوړ کې هم درې کسان مړه شوي او د دوو پاکستاني عسکرو په ګډون اووه کسان ژوبل شوي دي.

که څه هم تر اوسه د پاکستان د پوځ او بهرنیو چارو وزارت له خوا په دې اړه کوم رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی او خارجه وزارت د وي او اې ډیوه پوښتنې ته هم ځواب نه دی ویلی خو پاکستان زیاتره وخت وايي دغه ډول بریدونه د پاکستاني ترهګرو ډلو پرضد کوي چې د هغوي په وینا د افغانستان له خاورې فعالیت کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG