لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

"سمه ده ګل پاڼې بیا به بل ملاقات جیل کې کوؤ "


“سمه ده ګل پاڼې بیا به بل ملاقات جیل کې کوؤ ، نن شپه چې څومره ګپ شپ لګوې، وئ لګوه ځکه چې بیا به درسره جیل کې ددې ګپ شپ موقعه نه وي”

دا د راقم هاغه وروستي لفظونه دي چې تیره شپه یې د وتلې سندرغاړې ګل پاڼې سره په ټولنیزو رسنیو خورې شوې دهغې په یوه متنازعه ویډیو دګپ شپ په مهال دټوقو په انداز له خولې وتلي.

د راقم په دې لفظونو که هرڅو ګل پاڼې په کړس کړس وخاندل اؤ وئ ویل” څه قتل خو مې نه دی کړی چې جیل ته به مې لیږي” خو هغه په دې خبره ضرور یو څه خفه اؤ د نور کله نه بې موډه وه چې پښتانه د څه خبرې نه څه جوړوي؟

په دې ویډيو دشپې تر وروستۍ برخې په واټس اپ د راقم ، ګل پاڼې ا‌ؤ سندرغاړې شکیله ناز ترمنځ دټوقو ټقالو اؤ طنزونو محفل راتود ؤ، دپښتنو دعمومي روئیو نه واخلې د هیواد د مجموعي نظام پسر خبره کیدله.

“اوس خو کیدای شي سپریم کورټ هم سوموټو ایکشن واخلي اؤ یا نیب حرکت کې راشي اؤ ګل پاڼه جیل ته لاړه شي”

د راقم دغه پورتنۍ طنزیه جملې ته د ګل پاڼې غبرګون په خندا کې دا ؤ چې “وئ که داسې وشي نو ضمانت به مې څوک کوي؟”

“په داسې کیسونو کې ضمانت نه کیږي ، هسې ځانله زړه مه ښه کوه” د راقم په دې مایوسه کوونکې جمله ګل پاڼه بیا په کړس کړس خاندي اؤ وایي “ولې ما دومره لویې جرم کړی چې اوس به مې ضمانت هم نه کیږي؟”

دې دوران کې په هاغو کمنټونو اؤ تبصرو هم بحث کیدو چې په دغه ویډيو دسوشل میډيا دلارې مخې ته راغلي دي

په ځېنو نامناسبه تبصرو که هغې خفګان ښودلو نو هلته یې د خبریال شمس مومند په دې تبصره خوښي وښودله چې هغه په فیس بک لیکلي دي.

"کومې زمکې چې دحمزه بابا،خاطر اپریدي،خیبر اپریدي اؤ صادق شینواري په شان لویې شاعران پیدا کړي دي اؤ‌په کومه زمکه کې انګریزو میرمنو ملکه الزبتهـ اؤ ليډي ډیانا ته هرکلی ویل شوی هلته د یوې سیمه ییزې پښتنې هنرمندې په ورتګ بې معنې پوښتنې ولې راولاړولی شي؟"

شمس مومند مخکې لیکلي چې دقبائیلو هره ښادي اؤ هره حجره په سندرو اؤ رباب منګي ګرمه وي خو داخبره د پوهې نه بالا ده چې دګل پاڼې خیبر ته په ورتګ ولې تنګ نظري ښودل کیږي؟

هغه ددې یو علت دا هم ښودلی چې په دغه دوره کې ګل پاڼه دعامو خلکو منځ ته نه ده ورغلې، هغوئ ته یې سندرې نه دې ویلي اؤ نه ورسره هغوئ ته دسیلفیانو اؤ عکسونو اخستو موقعه په لاس ورغلې ده ګنې ګه خلکو ورسره عکسونه اخستي وؤ بیا به یې په سوشل میډیا په دغه دوره نیوکې نه کولې.

ګل پاڼې دشمس مومند ددغه لیکنې په هکله وویل” پښتنو کې ډير باشعوره خلک شته چې هغوئ دفن اؤ فنکار په قدر پوهیږي خو ډیر داسې هم شته چې هغوئ دخپلو فنکارانو زړونه بې ښې بې بدې ماتوي”

خو هلته بیا ددغه ویډیو په هکله په نامناسبو لفظونو اؤ تبصرو هغې دخپل خفګان اؤ ناخوښۍ څرګندونه یوازې دناخوښۍ په اسټیکرو اؤ عکسونو کې کوله .

د ویډیو کیسه څه داسې وه چې د کرونا وایرس د رالوتلې وباء دلاسه پښتنو سندرغاړو کې تر ټولو مصروفه اؤ دخپل هنر لړ کې په نړۍ ګرځېدونکې سندرغاړې ګل پاڼه هم دتیرو څلورو میاشتو راهسې‌ پېښور کې پخپل کور بنده پاتې ده .

د زیات بوریت له امله دوه ورځې وړاندې هغې پرېکړه وکړه چې دخپل فامیل دنورو غړو سره یوځائ دخیبر قبائیلي ضلعې چکر ووهي، هغوئ د ضلعي انتظامیې په اجازت میچنۍ چیک پوسټ ته لاړل، د بابائ غزل امیرحمزه خان شینواري په قبر یې فاتحه وکړه په یوه دولتي ودانۍ کې دانتظامیې لخوا ورکړل شوې میلمستیا کې شریک شول.

هغې په دغه موقعه دټیک ټاک دپاره یوه ویډیو جوړه کړه اؤ په دغه ویډیو بیا په لږ ساعت کې دنیوکو باران شورو شو چې ولې ګل پاڼې یوه یوه دولتي ودانۍ کې د ګډا ویډیو جوړه کړې ده اؤ په سوشل میډیا یې خپره کړې ده ؟

دخیبر ضلعې ډپټي کمشنر هم ددغو نیوکو په ترڅ کې دلږ ساعت دننه امر وکړو چې باید ددې خبرې پلټنه وشي چې ګل پاڼې ته چا د انتظامیې ددفتر ودانۍ کې د” ګډا” د ویډیو جوړولو اجازه ورکړه اؤ‌ دهغې دلته راوستلو کې دچا لاس دی؟

په دغه ویډیو دخلکو لخوا د رامنځته شوي غبرګون په اړوند دخبرو په مهال ګل پاڼه په دغو نیوکو بیخي پریشانه نه وه البته په دې خبره ضرور خفه وه چې ولې دهغې یوې عامې ویډیو ته د “ډانس” د ویډیو نوم ورکړل شو؟

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

XS
SM
MD
LG