لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلاول له اختر وروسته دحکومت په ضد تحریک پیلوي،وایي"سلېکټیډ" ته به تګ وي


دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري دعمران خان دحکومت په ضد دتحریک پیل کولو دپاره مټې رابډ وهلي اؤ دمخالفو ګوندونو دمشرانو شهباز شریف اؤ مولانا فضل الرحمان سره تر تماس نیولو وروسته یې دخالي په ورځ داختر مینګل سره هم لیدنه کړې ده.

بلاول بوټو زرداري وایي دپاکستان ولس حکومت نه دخلاصون په خبره یوه خوله دی اؤ اوس به “سلېکټیډ “عمران خان ته تګ وي.

دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د تیرې یوې اوونۍ راهسې اپوزیشن ګوندونو اؤ دحکومت نه مرورو دائتلافي ګوندونو مشرانو سره په تماس کې دی اؤ سرچینې وایي هغه غواړي دحکومت په ضد تحریک پیل کولو دپاره دلویې اختر نه وروسته یو ټول ګوندیز کانفرنس راوبلي.

دخالي په ورځ دحکومتي ائتلاف نه د وتلي بلوچستان نیشنل ګوند دمشر سرادار اختر مینګل سره بلاول بوټو زرداري لیدنه کړې اؤ دهیواد په موجوده سیاسي وضعیت ورسره غږیدلی .

دپیپلز ګوند سرچینې وایي په دې لیدنه کې دواړه خواوې دغټ اختر نه وروسته دحکومت په ضد دتحریک پیل کولو دپاره په ټول ګوندیز کانفرنس پیل کولو صلاح شوي دي.

اسلام اباد کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي بلاول ویلي په قام د سلېکټیډ حکومت دمسلط کولو نتیجه دهر چا په وړاندې ده اؤ څومره زیان چې په دې سلېکشن یا خوښونه کې دهیواد شوی تر دې وړاندې چرې هم نه ؤ شوی.

هغه ویلي دا مهال په هیواد یو سیاسي مشر نه بلکې یو ګوډاګی واکمني کوي اؤ ولس نور ددې ګوډاګی نه خلاصون غواړي.

هغه په وزیراعظم عمران خان نیوکه وکړه چې دکشمیر دسفیر جوړیدو پځائ نن د کلبهوشن یادیو وکیل جوړ شوی اؤ دهغه دخوشې کولو په هڅو کې یې پارلیمان هم له پامه غورځولی.

خو حکومتي وزیر مراد سعید بیا د بلاول بوټو دا تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې د عمران خان په واکمنۍ کې دیو کال دننه دکشمیر په ستونزه دوه کرته دملګرو ملتونو په امنیت شورا کې بحثونه شوي دي.

اسلام اباد کې رسنیو ته مراد سعید ویلي په حکومت د اپوزیشن ګوندونو لخوا ټکونه ځکه روان دي چې دعمران خان حکومت کې ماره داړه نشته اؤ دهغوئ له غبن پرته ګزاره نه کیږي.

هغه وویل دپیپلز ګوند اؤ مسلم لیګ نواز په واکمنیو کې دهیواد پیسې واکمنانو په بهرنیو سفرونو اؤ پخپل امنیت الوځولې خو اوس دا پیسې د ولس په ښېګړه راځي

XS
SM
MD
LG