لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه سندرغاړي داختر د ورځې پیغامونو کې له خپلو مینه والو څه غواړي؟


دپښتو وتلو سندرغاړو شکیله ناز،کرن خان، ګل پاڼې اؤ دلراج ټولو پښتنو اؤ مسلمانانو ته د لویې اختر مبارکي ویلي اؤ په هغوئ یې غږ کړی چې د کرونا په روانه وبا کې باید دخلکو منځ یا بیروبار ته له ورتګ ډډه وکړي.

د وائس اف امریکه ډيوه دلارې خپل دمبارکۍ پیغام کې وتلې سندرغاړې شکیله ناز خپلو مینه والو ته ویلي “هیله لرم چې دا اختر به مو په خندا اؤ خوشحالۍ د خپلو فامیلونو سره تیر شي”

شکیله ناز زیاته کړې پښتانه چې د نړۍ په هر ګوټ کې میشته دي دښېرازه اؤ سوله ییز ژوند دپاره یې دعا کوي اؤ ددې ترڅنګ ورته یادونه کوي چې باید داختر خوشحالیو کې خپل بې وزله وطنوال هم په یاد وساتي.

سندرغاړي کرن خان بیا داختر دمبارکۍ ترڅنګ زیات زور په دې خبره راوړی چې باید د کرونا روان وبائي وضعیت کې پښتانه دخپل صحت نه بیخي بې فکره نه شي.

خپل پیغام کې کرن خان پخپلو مینه والو غږ کړی چې” د اختر خوشالۍ وکړئ خو دخپل صحت اؤ دخپلو مشرانو ډير،ډير پام وساتئ اؤ له بې احتیاطۍ ډډه وکړئ”

هغه وایي “تاسو ته دې اختر ډیر ډير مبارک وي خو په دې اختر چې کرونا وبا خوره ده باید خپلې روغتیا ته بشپړ پاملرنه وکړئ ځکه چې تاسو ژوندي یئ نو داسې به ډیر اخترونه ونمانځئ”

مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې هم د ډيوه دلارې خپلو مینه والو ته پخپل ویډیو پیغام کې د اختر مبارکي ویلې ده اؤ دعا یې کړې ده چې دهغوئ دا اختر په خوشحالیو اؤ روغ صحت سره تیر شي.

ګل پاڼه وایي داختر په خوشحالیو کې باید ټول مسلمانان دیو بل د ضرورتونو خیال وساتي اؤ په ځانګړي ډول د هاغو اړمنو خلکو سره مرستې وکړي چې د اختر خوشحالیو کې د ګډون توان نه لري.

پېغلې سندرغاړې دلراج هم خپلو ټولو مینه والو د ډیوه د لارې داختر مبارکي ویلې اؤ هیله یې کړې ده چې په ټولو مسلمانانو اؤ پښتنو باید دا اختر د نیکمرغۍ اؤ خوښیو زیری ثابت شي.

هغې ویلي “څوک که د وطن دننه وي اؤ که له وطن بهر دهغې لخوا دې داختر مبارکي ومني اؤ امید کوي چې ټول به دا اختر په خندا اؤ خوشحالیو ونمانځي”

دسندرغاړو لخوا خپلو مینه والو ته داختر د مبارکیو ویلو ترڅنګ یو شمیر سندرغاړو په دې غټ اختر کې دخپلو مینه والو دپاره نوې سندرې،غزلې، ټپې اؤ نظمونه هم ریکارډ کړي چې د ټولنیزو رسنیو څخه یې خپاره کړي دي.

تر دې وړاندې به اکثره د اخترونو په موقعو سندرغاړو د نوؤ سندریزو البمونو ریلیز کولو ترڅنګ کنسرټونه یا دموسیقۍ پروګرامونه هم په بیلابیلو هیوادونو کې راجوړول اؤ خپلو مینه والو ته به یې په ژوندۍ بڼه سندرې ویلي خو سږکال په وړوکي اؤ غټ اختر دواړو کې د کرونا وباء له امله دموسیقۍ دغسې پروګرامونه نه دی شوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG