لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې حکومت درمل جوړونکو کمپنیو ته د دوایانو دبیعو لوړؤلو اجازه ورکړې


پاکستان کې دملي روغتیا وزارت د درملو جوړونکو کمپنیو ته د درملو د بیعو لوړولو اجازه ورکړې ده چې دهغې له مخې به زیاتې مهمې دوایانې اووه اؤ غیرمهمې دوایانې ۱۰ فیصده په ګرانو نرخونو پلورل کیږي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د روغتیا وزارت د ویاند له خولې لیکلي چې د درملو بیعو کې د لوړوالي منظوري د د دوایانو په اړوندکال ۲۰۱۸م کې دجوړې شوې تګلارې په اساس د دوایانو د نرخونو دکلیز مهال ویش له مخې ورکړل شوې ده.

دغه تګلاره کې دوا جوړونکې کمپنۍ اجازه لري چې په کال کې یو ځل دمهمو درملو نرخونه اووه فیصده اؤ دغیرمهمو دوایانو نرخونه ۱۰فیصده لوړ کړي.

رپورټ کې راغلي چې د راتلونکې میاشتې ترپائ به پاکستان کې خلک ټولې دوایانې په زړو نرخو اخستی شي ځکه چې د درملو جوړونکو کمپنیو د کرونا وایرس له امله اولس ته د اسانیو ورکولو په غرض په وړومبیو درېوؤ میاشتو کې د دوایانو دنرخونو نه خیژولو پرېکړه کړې ده.

پاکستان کې د درملو جوړونکو کمپنیو د اتحادیې رئیس ذکا الرحمان ویلي چې د پاکستاني روپۍ د ارزښت کمیدو له امله درمل جوړونکې کمپنۍ دستونزو سره مخ دي.

ډان ورځپاڼې دهغه په حواله پخپل راپور کې لیکلي چې په دې وروستیو کې د ډالر نرخ د روپۍ په مقابله کې زیات ختلی چې له امله یې د درملو جوړونکو کمپنیو پغاړه اضافي بوج راغلی خو بیا هم پاکستان کې د تیر یوکال راهسې دوایانې نه دي‌ګرانې کړل شوي.

تر دې دمخه د تیرکال په پیل کې هم دپاکستان دننه د مهمو دوایانو نرخونه نهه اؤ د غیر مهمو دوایانو نرخونه ۱۵ فیصده لوړ کړي وؤ.

ولي بل لوري ته عام اولس د دوایانو په نرخونو کې زیاتوالی غریب ولس نه د روغتیا د اسانیو تروړلو په معنا عمل بولي اؤ وایي وړاندې نه دګرانۍ په سیلاب لاهو شوي بې وزله خلک به اوس پاکستان کې ځان دپاره درمل هم نه شي اخستی.

پېښور کې میشت خبریال ښاغلی یاسر حسین وایي دتحریک انصاف حکومت چې دکله نه راغلی نو ولس باندې ورځ تر بلې د ګرانۍ بار اچوي اؤ نن اوړه، غوړي،چیني ، سبزیانې اؤ د ورځني ضرورت شیان دومره ګران شوي چې عام خلک یې داخستو توان نه لري.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل زیات خلک خو د زیاتې ګرانۍ له امله ذهني اؤ بدني ناروغان شوي اؤ په درملو خپل ژوند تیروي خو دا چې اوس پرې حکومت درمل هم ورځ تر بلې ګرانوي نو دا په دې معنا چې نور دې د بې وزله خلکو نه بیخي د ژوند حق وتروړل شي.

یاسر حسین وایي یوازې د درملو نرخونه نه دي ختلي بلکې دلته ډاکټرانو هم د ۵۰۰ نه خپل فیسونه ۱۵۰۰ اؤ ۲۰۰۰ روپو ته لوړ کړي اؤ د اپریشن تهټرو نرخونه هم ورځ تر بلې په بره روان دي .

خو دپېښور کې د واکمن ګوند تحریک انصاف یو سیمه ییز مشر یا ناظم ښاغلی ثمین جان بیا وایي چې د دوایانو نرخونه یوازې دتحریک انصاف په حکومت کې نه بلکې په ټولو حکومتونو کې په کلیز اساس لوړیږي .

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل چې حکومت د غریب ولس په ستونزو ښه خبر دی همدا لامل دی چې دغریبانو دصحت دپاملرنې دپاره دتحریک انصاف حکومت په لکونو خلکو ته صحت انصاف کارډونه ورکړي چې دهغې په اساس خپل ویړیا علاج کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG