لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیوزي لینډ کې په جوماتونو بریدونو کې د۵۱نمونځ ګزارو وژونکی په عمري بند محکوم شو


تیرکال نیوزي لینډ کې دجوماتونو دننه په ډزو کولو د۵۱نمونځ ګوونکو وژونکي برینټن ټیرینټ ته محکمې دعمري بند سزا اورولې ده اؤ دنیوزي لینډ وزیراعظمه جسنډا راډرن وایي په جوماتونو برید کوونکی ترهګر هم ددې سزا وړ ؤ.

دنیوزي لینډ په تاریخ کې دا وړومبی ځل دی چې یو داسې مجرم ته داسې سزا ارول شوې چې هغه ته پکې د بخښنې غوښتو هیڅ حق نه ؤ ترلاسه .

دنړیوالو مطبوعاتو له مخې داسټریلیا سره سره تړاؤ لرونکي ۲۹کلن برینټن ټیرینټ په محکمه کې وړومبی دخپل جرم منلو څخه انکار کړی ؤ خو وروسته یې دغه جرم منلی ؤ.

دمحکمې لخوا دغه تن ته دسزا اورول کیدو په مهال دعدالت مخې ته هغه ګڼ شمیر غمژن خلک هم ورټول شوي وؤ چې دترهګرۍ په دغو پېښو کې خپل خپلوان وژل شوي وؤ.

دمحکمې لخوا برینټن ټیرینټ ته دعمري بند له سزا اورول کیدو وروسته د نیوزي لینډ وزیراعظمې جسنډا ارډرن پخپل یو بیان کې ویلي چې برینټن دهمدې سزا وړ ؤ.

د اسټریلیا سره تړاؤ لرونکی برینټن ټیرینټ تیرکال په ۱۵م مارچ د نیوزي لینډ په ښار کرائسټ چرچ کې د دوؤ جوماتونو دننه ډزې کړې وې چې له امله یې ۵۱ کسان وژل شوي اؤ ۴۰ نور ژوبل شوي وؤ.

د ډزو په مهال دبنګله دیش دکرکټ لوبډله هم په کرائسټ چرچ کې دجومات دننه دجمعې دنمونځ کولو په غرض موجوده وه خو دغو لوبغاړو ته دې برید کې څه زیان نه ؤ رسیدلی.

ددغه پېښې نه سمدستي وروسته پولیسو برینټن ټیرنټ نیولی ؤ اؤ په هغه یې د تیر کال داپریل په میاشت کې د۵۱کسانو د وژنې،د۴۰ د وژنې دهڅې اؤ دترهګرۍ مقدمه سوره کړې وه.

په برنټن ټیرنټ د محکمې له لوري دتورونو لګول کیدلو وروسته محکمې دهغه د دماغو دمعائنې امر هم کړی ؤ ترڅو معلومه کړل شي هغه په ځان د لګیدلو تورونو دفاع ته په ذهني توګه چمتو دی که نه؟

کله چې دمحکمې په امر د نوموړي تن دماغي معائنه وکړل شوه نو ډاکټرانو محکمې ته ویلي وؤ چې برینټن ټیرنټ په ذهني توګه بیخي فعال دی اؤ کولی شي په ځان لګیدلو تورونو ته محکمه کې ځواب ووایي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG