لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داخله وزارت امریکایي‌ لیکوالې سنتیا رچي ته امر کړی په 15 ورځو کې دې پاکستان پرېږدي


واشنګټن ـــ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پیپلز ګوند پر پخوانۍ مشرې بې نظیر بټو او پخواني داخله وزیر رحمن ملک تر سنګینو تورونو وروسته امریکایي لیکوالې سنتیا رچي ته امر کړی چې په پینځلسو ورځو کې له پاکستانه ووځي.

د رېډیو پاکستان د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ په خپل یوه بیان کې ویلي، د سنتیا دي رچي هغه درخواست یې رد کړی چې هغې پکې د ویزې د مودې غزولو غوښتنه کړې وه.

دغې امریکایي لیکوالې مېرمن رچي په یوه ټویټ کې د پاکستان پر داخله وزارت تور لګولی چې وایي وزارت پوهېږي د چا د فشار له کبله یې په تېرو لسو کلونو کې په لومړي ځل د دې د ویزې درخواست رد کړی دی:

"هیڅ وجه یې نه ده ښوول شوې، موږ حق لرو چې [عدالت ته] اپیل وکړو او داسې به کوو. اعلی عدالت باید زما درخواست واخلي او زما له حق سره سم ویزه راکړي".

امریکایي شهریت لرونکې سنتیا رچي د ویزې موده په تېره مارچ میاشت کې ختمه شوې وه، خو د کرونا وایرس په نتیجه کې د نړیوالو سفري بندیزونو له کبله په پاکستان کې د موجودو ټولو بهرنیانو د ویزو موده د اګست تر 31مې غزول شوې وه.

د سنتیا رچي وکیل عمران فیروز ملک وي او اې ته وویل د سنتیا د ویزې د مودې نه غزول د افسوس وړ خبره ده، هغه وایي د مؤکلې ویزه یې له څو کلونو راهیسې غزول کېده خو دا ځل په سیاسي بنیادونو د هغې غوښتنه رد شوې ده.

فیروز ملک هم وایي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د داخله وزارت د دې پرېکړې په ضد عدالت ته درخواست ورکوي، وایي پر عدالتونو یې بشپړ باور دی او هیله من دی چې د سنتیا رچي د ویزې موده به وغزول شي.

د معلوماتو له مخې سنتیا رچي په تېرو لسو کلونو کې 50 ځله پاکستان ته تللې راغلې ده خو نوموړې وروسته له هغه د پاکستاني رسنیو د سر خبره وګرځېده چې د پاکستان د پیپلز ګوند پر پخوانۍ وژل شوې وزیراعظمې بې نظیر بوټو یې لانجمن ټویټ وکړ.

د هغې پر ټویټ د پیپلز ګوند مشرانو سخت غبرګون څرګند کړ، چې تر هغه وروسته سنتیا رچي د فېسبوک په یوه لایو ویډیو کې پر پخواني وزیراعظم یوسف رضا ګیلان، د کورنیو چارو پر پخواني وزیر رحمن ملک او د دې ګوند پر یو بل مشر مخدو شهاب الدین تورونه پورونه کړل چې وایي لس کاله وړاندې یې په جنسي توګه ځورولې ده.

رچي تور پورې کړی چې رحمن ملک هغه مهال چې د کورنیو چارو وزیر وو، یوه ورځ خپل سرکاري کور ته ور وبلله او بیا یې ورباندې جنسي تېری وکړ.

یوسف رضا ګیلاني، رحمن ملک او مخدوم شهاب الدین د سنتیا رچي دغه تورونه په کلکه رد کړي دي. پیپلز ګوند د نوموړې د تورونو په ضد د پاکستان تحقیقاتي مرکزي ادارې او پولیسو ته د مقدمې درج کېدو لپاره درخواستونه ورکړي وو.

سنېټر رحمن ملک هم پر ځان د امریکایي لیکوالې د لګېدلو تورونو په ضد اسلام اباد هایکورټ ته درخواست ورکړی وو او پر هغې یې د عزت د سپکاوي دعوه کړې وه.

د جولای پر لسمه اسلام اباد هایکورټ داخله وزارت ته امر کړی وو، چې په پاکستان کې د امریکایي بلاګ لیکونکې د قانوني اوسېدو په اړه عدالت ته سپیناوی وکړي، د جولای پر اوولسمه وزارت عدالت ته په یو رپوټ کې وویل چې نوموړې په قانوني توګه په پاکستان کې اوسېږي او په هیڅ پاکستان ضد چارو کې لاس نه لري چې پیپلز ګوند د داخله وزارت له دې بیان سره مخالفت څرګندی کړی وو.

سنتیا رچي د امریکې په لوزیانا ریاست کې زېږېدلې، چې په 2003م کال کې یې له لوزیانا سټېټ پوهنتونه په کرېمینل جسټس کې بېچلر ډګرۍ اخیستې وه او دوه کاله وروسته یې له همدې پوهنتونه په نفسیاتو کې ماسټر ډګري اخیستې وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG